د لاس رسي وړ اتصالات

په فرانسه او هسپانیه کې پراخ ځنګلي اورونه؛ زرګونه کسان خوندي سیمو ته لیږدول شوي

EUROPE-WEATHER/SPAIN-WILDFIRE
EUROPE-WEATHER/SPAIN-WILDFIRE

د فرانسې او هسپانیې په بېلابېلو سیمو کې پراخو ځنګلي اورونو زرګونه کسان د خپلو کورونو او سیاحتي کمپونو پرېښودو ته اړ کړي او په زرګونو هکټاره ځمکه، ځنګلونه او یو شمېر کورونه یې سوځولي دي.

د پنجشنبې په ورځ د سټلایټ څخه اخیستل شویو انځورونو کې ښودل کیږي چې د فرانسې د ژیروند ولایت پر کورونو او ځنګلونو تور لوګی خپور شوی. د فرانسې په سوېل لوېدیځ کې، د بوردو ښار لوېدیځ ته، د چټک خپرېدونکي ځنګلي اور له امله له لسو زرو څخه ډېر کسان خوندي سیمو ته لېږدول شوي دي.

چارواکي وایي، دغه اور تر اوسه شاوخوا دوه زره هکټاره ځمکه سوځولې ده. اور د ارکاشون خلیج ته نږدې رامنځته شوی، چې د فرانسې یوه مشهوره سیاحتي سیمه ده. د ایستل شویو کسانو ډېری یې سیلانیان دي چې په سیمه کې په کمپونو کې اوسېدل.

د اور د چټک خپرېدو، سختې ګرمۍ او وچې هوا له امله د اور وژنې ډلې لا هم هڅه کوي چې د اور د پراخېدو مخه ونیسي او د استوګنې سیمې خوندي وساتي.

په همدې حال کې، د فرانسې په سوېل کې د مارسی ښار ته نږدې د پونتیویس په سیمه کې د سې شنبې په ورځ پیل شوي اور شاوخوا ۲۵۰۰ هکټاره ځمکه سوځولې ده. د بې‌پیلوټه الوتکو انځورونه په سیمه کې سوځېدلي کورونه، تور شوي ځنګلونه او پراخ زیانونه ښيي.

سیمه‌ییز چارواکي وایي، په پونتیویس کې د اور د پراخېدو بهیر اوس تر ډېره ثابت شوی، خو د اور وژنې ډلې لا هم په سیمه کې پاتې دي، څو د اور د بیا لمبه کېدو مخه ونیسي.

په یوه بله پېښه کې، د فرانسې د وار په ولایت کې ځنګلي اور د څو ساعتونو په ترڅ کې ۵۰۰ هکټاره ځمکه وسوځوله او د کوتیګناک نږدې ښارګوټي پر لور یې خپرېدو ته دوام ورکړ. سیمه‌ییزو چارواکو د سې شنبې په ورځ وویل چې د سیمې اوسېدونکي باید د احتمالي ایستلو لپاره چمتو واوسي.

د فرانسې حکومت ویلي چې د اور وژنې د امکاناتو د پیاوړتیا لپاره به د جولای تر پایه نوې A400M الوتکې هم فعالې کړي. د حکومت ویاندې مود بریژون ویلي، دغه الوتکې د اوسنیو کانادایر الوتکو په پرتله درې برابره ډېرې اوبه لېږدولی شي.

چارواکي هیله لري چې د دغو الوتکو په فعالېدو سره به د پراخو او چټک خپرېدونکو ځنګلي اورونو پر وړاندې د فرانسې د بیړني غبرګون وړتیا زیاته شي.

بلخوا، د هسپانیې په مرکزي ګوادالاخارا ولایت کې د ځنګل اور د شپږمې ورځې لپاره له کنټرول پرته دوام لري. دغه اور له ۱۲۰۰ څخه ډېر کسان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړي دي.

د هسپانیې د اور وژنې ډلې د وچې هوا، سخت باد او لوړې تودوخې له امله د اور په کنټرولولو کې له ستونزو سره مخ دي. چارواکو د سیمې اوسېدونکو ته خبرداری ورکړی چې د بیړنیو ادارو لارښوونې تعقیب کړي او خطرناکو سیمو ته له ستنېدو ډډه وکړي.

د اروپا په بېلابېلو برخو کې روانه شدیده ګرمي، وچکالي او د سختو ږلیو او توپانونو وړاندوینې هم د خلکو اندېښنې زیاتې کړې دي.

د معلوماتو له مخې، سږکال تر دې دمه په اروپا کې د ځنګلي اورونو له امله تر نورو کلونو په اندازې ډېره ځمکه سوځېدلې چې په تېرو دوو لسیزو کې ثبت شوې وه.

اروپا د نړۍ تر ټولو چټک تودېدونکی لوی وچ بلل کېږي او سږکال یې درې سختې او نږدې پرله‌پسې د تودوخې څپې تجربه کړې دي. شدیده ګرمي د مې او جون میاشتو ترمنځ د زرګونو اضافي مړینو لامل هم بلل شوې ده.

ساینسپوهان وایي، د انسانانو له فعالیتونو رامنځته شوی اقلیمي بدلون د تودوخې څپو، وچکالیو او ځنګلي اورونو شدت زیاتوي. د دوی په وینا، اقلیمي بدلون د ناڅاپي، سختو او ویجاړوونکو توپانونو لپاره هم مناسب شرایط برابروي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG