د لاس رسي وړ اتصالات

د تهران غونډه کې له سیاسي لارې د افغانستان د مسلې په حل ټینګار شوی


د تهران غونډه کې د افغانستان او د طالبانو پلاوي موافقه کړې چې په افغانستان کې له سیاسي لارې توافق ته د رسېدلو لپاره هڅې متمرکزې شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په کوربتوب له دوه ورځنۍ غونډې وروسته دواړو خواو په یو ګډ بیان کې بحثونه صمیمانه بللي او ویلي یې دي چې ټول مسایل "په تفصیلي توګه او صراحت" سره مطرح شوي دي.

په بیان کې راغلي: "دواړه لوري د جګړې د دوام له امله هیواد ته له پېښو ګواښونو او هغه زیان چې یې د هیواد سلامتیا ته رسولی مشترک درک لري او موافق شول چې جګړه د افغانستان د ستونزې حل لار نه ده، باید ټولې هڅې د سیاسي او سوله‌يیز حل خوا ته توجیه شي".

همداشان دواړو خواو پریکړه کړې چې "له جګړې څخه دایمې سولې ته د انتقال د میکانیزم او متفقه اسلامي نظام جوړول او طریقه یې" چې لا زیاتو مشورو او وضاحتونو ته اړتیا لري په راتلونکې غونډه کې تر بحث لاندې ونیسي.

په بیان کې راغلي چې راتلونکې غونډه به ژر جوړه شي، خو وخت او ځای یې نه دی څرګند کړی.

همداشان دواړو خواو د عامو خلکو پر کورونو، ښوونځیو، جوماتونو او روغتونونو باندې بریدونه چې په کې ملکيانو ته مرګ‌ژوبله اوړي او د عامه تاسیساتو د ورانولو لامل کېږيپه کلکه غندنه کړې او ویلي یې دي چې د دغو بریدونو عاملینو ته باید سزا ورکړل شي.

د سولې په چارو کې د افغانستان د دولت وزارت ویاندې ناجیه انوري امریکا غږ ته وویل چې د تهران غونډه د باور د فضا رامنځ ته کولو او د دواړو خواو د نږدېوالي لپاره د زمینې د برابرولو په موخه جوړه شوې ده.

د اغلې انوري په وینا د مذاکراتو چټکتیا او په بیړني ډول یوې نتیجې ته رسېدل د افغانستان د خلکو غوښتنه ده.

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس د چهارشنبې په ورځ په یو خبري کنفرانس کې د تهران غونډې ته په اشارې وویل: "تل مو ویلي دي چې د افغانستان ګاونډیان او د سیمې هیوادونه ...په مثبتو او رغنده لارو چارو د خپل نفوذ نه کار واخلي چې د سولې بهیر ترویج کړي او د افغانستان د خلکو ملاتړ وکړي."

د افغانستان د جمهوري ریاست د پخواني مرستیال محمد یونس قانوني او د طالبانو د مرکچي پلاوي د مرستیال شیرمحمد عباس ستانکزي په مشرۍ پلاوو د ایران په کوربتوب د چهارشنبې په ورځ په تهران کې لیدنه او خبرې وکړې.

د ښاغلي قانوني سربېره کریم خرم، ارشاد احمدي، سلام رحیمي او د یو شمیر سیاسي ګوندونو استازو هم په دې غونډه کې حضور درلود.

XS
SM
MD
LG