د لاس رسي وړ اتصالات

دانش: د طالبانو د سولې ادعا له 'درواغو' پرته بل څه نه دي


د افغانستان د جمهور رئیس دویم مرستیال سرور دانش وايي چې د افغانستان له خلکو او حکومت سره د طالبانو جګړه بهرنی ماهیت لري او د دغې ډلې د سولې ادعا له درواغو پرته بل څه نه دي.

ښاغلي دانش د پنجشنبې په ورځ د جولای ۱ (چنګاښ ۱۰) په خپل تویټر کې د افغانستان په جګړه کې د ګاونډیو هېوادونو د یو شمېر چارواکو د مداخلې او ملاتړ په اړه څرګندونو ته اشاره کړې ده.

ښاغلي دانش ویلي: "د طالبانو له لوري د جګړې او تاوتریخوالي لوړه کچه ښيي چې د دوی د سولې ادعا له درواغو پرته بل څه نه دي او دغه ډله په سیاسي حل لارې هېڅ باور نه لري".

څو ورځې وړاندې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد له جیو نیوز تلویزیون سره په مرکه کې وویل چې د زیاتره طالبانو کورنۍ د پاکستان په مختلفو ښارونو کې ژوند کوي.

شیخ رشید احمد زیاته کړې چې د طالبانو مړي په پاکستان کې خاورو ته سپارل کېږي او همداشان په پاکستان کې د دغې ډلې د ټپیانو درملنه هم کېږي.

د افغانستان د جمهور رئیس د دویم مرستیال په وینا په اوسنیو شرایطو کې پراخ ملي مقاومت، د طالبانو په وړاندې ولسي پاڅون، د ملي یووالي پیاوړتیا، سیاسي اجماع او د افغانستان له امنیتي ځواکونو څخه ملاتړ د طالبانو په خلاف یوازینۍ لاره ده.

طالبانو تر اوسه د افغان حکومت د دغه لوړپوړي چارواکي څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

دا څرګندونې په داسې مهال کېږي چې په قطر کې د افغانستان د دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې په اساسي توګه پیل شوي نه دي او طالبانو په څوو ولایتونو کې خپل بریدونه زیات کړي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت د معلوماتو په اساس په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د افغانستان په ۱۵ ولایتونو کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړې دوام درلود.

کابل کې د امریکا د سفارت شارژدافیر راس ویلسن هم تېره ورځ په طالبانو غږ وکړ چې تاوتریخوالی ودروي او د سولې میز ته راوګرځي.

XS
SM
MD
LG