د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو او القاعدې د اړیکو په اړه، افغانستان د ملګرو ملتونو راپور تائید کړ


د افغانستان د ملي امنیت شورا له القاعده شبکې سره د طالبانو د اړیکو د دوام په اړه د ملګرو ملتونو رپوت تائید کړ.

د دغې شورا ویاند رحمت‌الله اندړ د پنجشنبې په ورځ د جون درېیمه (غبرګولي ۱۳) خبریالانو ته وویل چې له القاعدې سره پریکون د طالبانو لپاره سخت کار دی ځکه چې د هغه په وینا دوی د مشترکو منافعو ترڅنګ ژورې ایډیولوژیکې اړیکې لري.

ښاغلي اندړ زیاته کړه: "طالبانو ته په افغانستان کې د اقتدار معادله غلطه تشريح شوې ده. اوس افغانان د خپل ملي شعور له مخې د نظام او ارزښتونو پر دفاع ولاړ دي شاتګ، یکه تازي، له نړۍ سره ترينګلتيا او په ټوله کې تور دوران نه غواړي. دلته يوازې طالبان نه، هيڅوک هم د جبر حاکميت نه شي قايمولای".

ملګرو ملتونو تېره ورځ په یو تازه راپور کې وویل چې د دغه سازمان غړو هېوادونو د طالبانو او القاعدې ترمنځ د شخصي خپلویو، ودونو او د مبارزې ګډو موخو له امله د دواړو ډلو ترمنځ په اړیکو کې د بدلون په اړه هيڅ رپوټ نه دی ورکړی.

ملګرو ملتونو ویلي چې دا اړیکې د القاعدې او طالبانو د دویم نسل له خوا لا پیاوړې او ژورې شوي دي.

په ریپوټ کې راغلي چې د افغانستان په ۱۵ ولایتونو په ځانګړې توګه په ختیځو، جنوبي او جنوب ختیځو ولایتونو کې القاعده حضور لري او شیخ محمود په مشرۍ د القاعدې د النصر جبهې له خوا رهبري کېږي.

له دې وړاندې ملګرو ملتونو په افغانستان کې د القاعدې د جنګیالیو شمېر د ۴۰۰ څخه تر ۶۰۰ پورې اټکل کړی و.

طالبانو تراوسه د ملګرو ملتونو د تازه ریپوټ په اړه غبرګون نه دی ښودلی خو له دې وړاندې یې له القاعده شبکې سره د اړیکو درلودل رد کړي و.

له القاعده شبکې سره د طالبانو د اړیکو پرې کول د امریکا-طالبانو ترمنځ د سولې د تړون یوه مهمه برخه ده. دا تړون د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په ۲۹ په دوحې کې لاسلیک شو.

XS
SM
MD
LG