د لاس رسي وړ اتصالات

ولایتي چارواکي: هلمند او ننګرهار کې پاکستاني جنګیالي وژل شويدي


افغان چارواکي وايي چې په ننګرهار او هلمند کې د القاعدې او پاکستاني جنګیالیو په ګډون لسګونه طالبان وژل شوي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي د پنجشنبې په ورځ جون درېیمه (غبرګولي ۱۳) خبریالانو ته وویل چې په دغه ولایت کې د افغان ځواکونو د ځمکنیو او هوايي عملیاتو په ترڅ کې ۱۳۹ طالبان وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان دي.

د خوګیاڼي په وینا د طالبانو زیاتره وژل شوي جنګیالي پاکستانیان او د یو شمېر نورو هېوادونو اتباع دي.

د ننګرهار د والي ویاند زیاته کړه چې دغه عملیات تېره شپه د خوګیاڼو، پچیراګام او هسکې مینې ولسوالیو کې شوي دي.

د ننګرهار والي ضیاالحق امرخیل هم په خپل ټویټرپاڼه کې لیکلي: "دا بریدونه د وړمې شپې شهیدانو د غچ اخیستنې او سیمه د ترهګرو څخه د پاکولو په موخه شوي چې دوام به وکړي".

طالبانو دوه ورځې وړاندې په هسکه مینې ولسوالۍ کې دوه امنیتي پوستې ونیولې او افغان ځواکونو ته یې مرګ‌ژوبله واړوله.

په عین حال کې د افغانستان دفاع وزارت په یو بیان کې ویلي چې تېره شپه هوايي ځواکونو د هلمند په ناوې ولسوالۍ کې د طالبانو او القاعدې ګډ پټن‌ځایونه په نښه کړي دي.

په بیان کې راغلي چې د دغو عملیاتو په نتیجه کې د عباس په نوم د القاعده شبکې د جیګپوړي غړي په ګډون شپږ پاکستاني جنګیالي او د طالبانو د سرې قطعې اته غړي وژل شوي او د د دغې ډلې د قوماندان ملا شفیق په ګډون پنځه تنه ټپیان شوي دي.

طالبانو تراوسه په هلمند او ننګرهار کې خپلو جنیګالیو ته د تلفاتو د اوښتلو په تړاو څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG