د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان ۱۹ کلنو لوبډلې په نړیوال جام کې دویمه لوبه هم وګټله


د افغانستان د نولس کلنو کرکټ لوبډله
د افغانستان د نولس کلنو کرکټ لوبډله

د افغانستان د نولس کلنو کرکټ لوبډلې د نړیوال جام په لړ کې نن چهارشنبه (جنورۍ ۲۲) متحدو عربي اماراتو لوبډلې ته په ۱۶۰ منډو ماتې ورکړه.

په پیل کې افغان ځوانانو لوبه وکړه چې په پنځوس اورونو کې یې د شپږو لوبغاړو په سوځیدو ۲۶۵ منډې وکړې، په ځواب کې د اماراتو لوبډلې ایله ۱۰۵ منډې وکړې او هدف یې پوره نشو کړای.

په نننۍ لوبه کې افغان لوبغاړي شفیق الله غفاري د اماراتو ۵ لوبغاړي وسوځول.

د نولس کلنو ځوانانو په نړیوال جام کې د افغان لوبغاړو دا دویمه لوبه وه، دوی په لومړۍ لوبې کې کوربه هیواد جنوبي افریقا ته هم ماتې ورکړې وه.

د یادولو وړ ده چې په روان جام کې د سویلي افریقا لوبډلې پر وړاندې غفاري ۶ لوبغاړي سوځولي وو.

د بیټنګ په برخه کې افغانستان لپاره ابراهیم ځدراڼ او رحمان الله تر ټولو ښه لوبه وکړه، ابراهیم ۸۷ او رحمان الله۸۱ منډې، محمد اسحاق ۳۵، عمران ۲۱، او عبدالرحمان ۱۵ منډې وکړې.

د عربي متحده اماراتو د کرکټ لوبډلې سره د افغان لوبډلې تر لوبې دمخه د دوو افغان لوبغاړو څرگندونې:

د افغانستان ۱۹ کلنو لوبډلې په نړیوال جام کې دویمه لوبه هم وګټله
please wait

No media source currently available

0:00 0:00:26 0:00

په نړیوال جام کې ټولټال ۱۶ لوبډلې دي چې د افغانستان په ګروپ کې جنوبي افریقا، کاناډا او متحده عرب امارات شامل دي. د افغانستان درېیمه لوبه د جمعې په ورځ له کاناډا سره ده. د هر ګروپ د سر دوې لوبډلې منځلوبو (کوارټرفاینل) ته وځي.

XS
SM
MD
LG