د لاس رسي وړ اتصالات

پر افغان کډوالو جوړ فلم د کاناډا په ۱۴ غوره فلمونو کې راغلی


د قصاب په نامه جوړ شوی افغاني فلم کاناډا کې د سویلي اسیا د فلمونو په فسټیوال کې په ۱۴ غوره فلمونو کې راغلی دی.

د دغه فلم جوړوونکی او لوبغاړی فضل حکیمي وايي چې د فلم داستان د هغو افغان ګدوالو کړاونه انځوروي چې د ایران له لارې اروپا ته ځي خو له رسېدو مخکې د ایران په خاورې کې له ګنو ستونزو سره مخامخ کیږي.

ښاغلی حکیمي امریکا غږ ته وویل چې د فلم جوړولو موخه یې دا ده چې د افغان ګډوالو ستونزې انځور شي.

هغه زیاته کړه: "د افغان ځوانانو یوه ۱۳ کسیزه ډله غواړي له ایران له لارې غرب ته ولاړ شي خو د ایران په خاورې کې له دې ډلې یوازې ۴ کسان ژوندي او پاتې وژل کیږي."

فلم د ۲۰۱۸ کال په ورستیو کې د کابل په شمالي سیمو کې ثبت شوی دی.

د قصاب فلم جوړوونکی وايي چې د فلم سناریو یې هغو دوه پېښو ته ورته دی چې ایران کې په ورستیو میاشتو کې افغان کډوالو ورسره مخ شول.

تېره میاشت ایران کې د یو شمېر افغان کډوالو موټر د ایراني ځواکونو له خوا وویشتل شو.

په دې اړه خواله رسنیو کې یوه ویډیو خپره شوه چې ښيي لږ تر لږه د یو افغان کډوال ځان د اور په لمبو کې سوځي.

له هغه مخکې د ایران او افغانستان پر ګډې پولې کې د افغان کډوالو د ډوبېدو له امله ۱۲ تنه مړه شوي و.

د پېښې شاهدانو ویلي چې ایراني پوله ساتونکو د افغان کډوالو ۴۶ تنه نیولي او په هریرود سیند کې اچولي و.

له پېښې نه ۱۸ تنه ژوندي پاتې دي او ۱۷ تنه لا هم ورک دي.

یادو دوه پېښو په پراخه کچه نړیوال او کورني غبرګونونه راوپارول او افغان حکومت یې اړ کړ چې ایران ته پلاوي واستوي او د ډیپلوماسۍ له لارې موضوع وڅېړي.

XS
SM
MD
LG