د لاس رسي وړ اتصالات

د یو افغان د شکنجې په تور پاکستاني پولیس له دندو لېرې شول- مشعل


پاکستان کې د افغانستان سفیر وايي چې د رضی الله کور ته ورغلی و
پاکستان کې د افغانستان سفیر وايي چې د رضی الله کور ته ورغلی و

په پاکستان کې د افغانستان سفیر عاطف مشعل وايي چې هلته د یو افغان کډوال « راضي الله (عامر)» د شکنجې او ځورونې په تور درې پولیس نیول شوي او دوه نور له دندې لېرې شوي دي.

راضي الله چې په «عامر تهکالي» هم مشهور دی، د پاکستان پولیسو ته د سپکاوي په تور نیول شوی و.

څو ورځې وړاندې په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویډیو خپره شوه چې عامر په کې د پولیسو په توقیف کې په داسې حال کې ښودل کیږي چې «پرتوګ یې ویستل شوی»، ګریوان یې شکېدلی او پر مخ یې د شکنجې نښې ښکاري.

د دغې ویډیو له خپرېدو وروسته په مطبوعاتو او ټولنیزو رسنیو کې د پولیسو دا چال چلند وغندل شو او په قضیه کې د دخیلو پولیسو د محاکمې غوښتنه وشوه.

په پاکستان کې د افغانستان سفیرعاطف مشعل د جمعې په ورځ جون ۲۶ (چنګاښ۶) په خپل ټویټر کې ولیکل چې د عامر له کورنۍ سره یې لیدلي‌ دي‌ او پاکستاني چارواکو ورته ډاډ ورکړی دی چې دا پېښه به پلټي.

په ټولنیزو رسنیو کې د عامر یوه ویډیو خپره شوې وه چې هغه په کې له ځینو نورو ځوانانو سره ناست دی بنډار کوي او د سیمې د ځینو پولیس مشرانو نومونه اخلي او هغوی ته «سپکې سپورې »وايي.

د دغې ویډیو له خپرولو وروسته پولیسو هغه ونیوه او بیا یې یوه بله ویډیو پرې ثبت کړه چې عامر په کې د خپلو خبرو او پولیسو ته د سپکو سپورو د ویلو له کبله بخښنه غواړي.

تر دې دمه پاکستاني چارواکو د عامر په قضیه کې د پولیسو د لېرې کېدو او نیول کېدو په اړه لا رسمي څه نه دي‌ ویلي.

په خیبرپښتونخوا کې یو شمېر خلکو د عامر سره د شوي چلند د غندلو او دخیلو پولیسو د محاکمې غوښتلو لپاره مظاهرې هم کړي دي.

عامر له خپلې کورنۍ سره د پېښور ښار په تهکال کې ژوند کوي.

دا پېښه داسې مهال کیږي چې څه موده مخکې د ایران د یزد په ښار کې پولیسو د افغان کډوالو پر موټر ډزې وکړې، موټر اور واخیست او درې افغان کډوال ووژل شول او یو شمېر نور ژوبل شول.

XS
SM
MD
LG