د لاس رسي وړ اتصالات

د بین‌الافغاني مذاکراتو په تګلاره کې د اختلافي مسایلو د حل هڅې


د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت او د طالبانو د سولې مرکچي پلاوو په قطر کې دویمه عمومي غونډه کړې چې په کې دواړو خواو د مذاکراتو په تګلاره کې د اخلافي مسایلو پر حل ټینګار کړی.

د افغان دولت د پلاوي یو غړي نادر نادري د چهارشنبې په ورځ اکتوبر ۱۴ (تلې ۲۳) په خپل ټویټر لیکلي چې په دې غونډه کې د دواړو خواو د مرکچي پلاوو غړو حضور درلود او پر اختلافي مسایلو یې خبرې وکړې.

ښاغلي نادري زیاته کړې: "ټینګار وشو چې د دواړو خواو د تماس ډلې دې ژر تر ژره د اختلافي موضوعاتو لپاره د حل لارې وړاندې کړي".

همداشان په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند نعیم وردګ هم ویلي چې د سولې د مرکچي پلاوو دواړو مشرانو په دې غونډه کې خپلې غوښتنې مطرح کړي او په لا سمه توګه یې د سولې د مذاکراتو په پرمخ بیولو ټینګار کړی دی.

ښاغلي وردګ په خپل ټویټر کې لیکلي چې د دواړو خواو د تماس ډلو ته دنده سپارل شوې ترڅو د بین‌الافغاني مذاکراتو به تګلاره کې د اختلافي مسایلو د حل لپاره بحثونو ته دوام ورکړي.

د افغان دولت او وسله‌والو طالبانو ترمنځ د اګست په ۱۲ (وږي ۲۲) د سولې د مذاکراتو غونډه په رسمي ډول پرانیستل شوه، خو د مذاکراتو د تګلارې په جوړولو کې د اختلافي ټکو د رامنځ ته کېدو له امله د دواړو خواو ترمنځ د سولې رسمي خبرې لا نه دي پیل شوي.

XS
SM
MD
LG