د لاس رسي وړ اتصالات

د کندز د امام صاحب په جومات کې چاودنې مرګ ژوبله اړولې 


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

د پولیسو په وینا، د کندز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ په یو جومات کې نن د جون ۱۷ (غبرګولی ۲۷) د بم په چاودنه کې لږ تر لږه یو لمونځ کوونکی وژل شوی او اووه تنه نور ټپیان شوي دي.

د تېر اپرېل په میاشت کې هم ددغې ولسوالۍ په یو جومات کې د بم په چاودنه کې په لسګونو لمونځ کوونکي وژل شوي وو.

د کندز ولایت د پولیسو ویاند قاري عبیدالله عابدي وویل چې نننۍ چاودنه د امام صاحب ولسوالۍ د الف بېردي په جومات کې شوې ده.

ښاغلي عابدي د فرانسې خبري آژانس ته وویل: "د جومات دننه چاودېدونکي توکي ځای پر ځای شوي وو او په داسې حال کې وچاودېدل چې خلکو د جمعې لمونځ ادا کاوه".

د کندز په ولایتي روغتون کې یو ډاکتر د پېښې د قربانیانو شمېر تائید کړ.

تر اوسه هیڅ ډلې ددې برید مسوولیت نه دی اخیستی.

په تېر اګست کې د طالبانو د واکمن کیدو راهیسې په افغانستان کې د بمي چاودنو شمېر راکم شوی، خو د داعش وسله والې ډالې په دغه هېواد کې پر اقلیتونو باندې بریدونو ته دوام ورکړی دی.

د تیرې روژې په میاشت کې دغه ډول څو بریدونه وشول چې داعش یې د ځینو مسوولیت پر غاړه واخیست.

د اپریل په ۲۲مه، د امام صاحب ولسوالۍ په یو بل جومات کې چاودنې لږ تر لږه ۳۶ تنه لمونځ کوونکي ووژل او ډیر نور یې زخمیان کړل. دا واک ته د طالبانو د رسېدو راهیسې په افغانستان کې تر ټولو خونړی برید و.

د اپرېل د میاشتې په دغه برید کې د صوفي مذهبه لږکیو یو جومات په داسې حال کې په نښه شوی و چې خلکو پکې د جمعې د لمانځه له ادا کولو وروسته خپل مذهبي رسمونه پر ځای کول.

د داعش د خراسان سیمه ییزې څانګې په افغانستان کې چې اکثریت اوسېدونکي یې سنيان دي، زیاتره وخت په شعیه مذهبو، صوفي او نورو مذهبي لږکیو باندې بریدونه کړي دي او دغه لږکي یې بدعت کاران بللي دي.

د طالبانو چارواکي ټینګار کوي چې د داعش وسله وال یې ځپلي خو څارونکي وايي چې داعش لا هم د طالبانو د واکمنئ پر وړاندې تر ټولو ستره ننګونه ده.

XS
SM
MD
LG