د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: مزار شریف کې د شیعه مذهبو په جومات د برید طرحه کوونکی ونیول شو


د مزار شریف په ښار کې د شیعه مذهبو د سه دکان جومات
د مزار شریف په ښار کې د شیعه مذهبو د سه دکان جومات

د بلخ ولایت د پولیسو ویاند اصف وزیري ویلي چې د داعش د ډلې یو مشکوک غړی عبدالحمید سنګریار یې په مزار شریف کې د شیعه مذهبو پر جومات باندې د برید د پلان کولو په تور نیولی دی.

د مزار شریف په ښار کې د شیعه مذهبو د سه دکان پر جومات باندې د پنجشنبې د ورځې په برید کې لږ تر لږه ۱۲ کسان وژل شوي او ۵۸ نور ټپیان شوي وو. پدې جومات باندې د برید ادعا د داعش ډلې کړې ده.

د بلخ د پولیسو ویاند د فرانس پرس اژانس ته همداشان ویلي چې عبدالحمید سنګریار د داعش یو عمده عملیاتي غړی دی: «هغه په جومات باندې د تیرې ورځې د برید پلان کوونکی و...هغه دمخه په څو بریدونو کې هم عمده رول درلودلی او په تیښته بریالی شوی و، خو دا ځل مو هغه په ځانګړو عملیاتو کې ونیو.»

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت هم د سنګریار د نیولو خبر تائید کړی.

داعش همداشان د کندز په ښار کې په یو بل جومات باندې د بمي برید د کولو ادعا کړې چې د پنجشنبې په ورځ په کې څلور کسان وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان شوي وو.

د طالبانو مقاماتو پدې ترڅ کې د کابل د عمده جوماتونو امنیتي چارې پداسې حال کې پیاوړې کړې وې چې عبادت کوونکو د روژې د میاشتې د جمعې لمونځ ادا کاوه.

داعش په افغانستان کې د مرګونو بریدونو د کولو مسولیت په غاړه اخیستی چې اکثر په کې شیعه مذهبه په نښه شوي دي. د روانې اونۍ په پیل کې د کابل په لویدیځ کې په شیعه میشته سیمه کې د هلکانو پر یو ښوونځي باندې په غبرګو چاودنو کې لږ تر لږه شپږ زده کوونکي وژل شوي وو، خو تر اوسه هیڅ کومې ډلې یې مسولیت ندی منلی.

د طالبانو ډله ټینګار کوي چې ځواکونو یې داعش ته ماتې ورکړې، خو څیړونکي وایي چې د داعش جهادي دله یو عمده امنیتي ګواښ دی.

یو ناپیلي سیاسي او امنیتي څیړونکي حکمت الله حکمت د فرانس پرس اژانس ته ویلي چې «له هغه وخته چې طالبان واکمن شوي، یواځنۍ لاسته راوړونه چې دوی پرې ویاړي هغه د امنیت ښه کیدل دي.» خو د هغه په وینا «که دا منظم او دوامداره نه وي او که دوی د داعش په مخنیوي کې پاته راشي، دوی به هم د مخکني حکومت په څیر ناکام وي.»

د فرانس پرس اژانس وایي ددغو دوو سني ډلو - طالبانو او داعش – ترمنځ لوی مفکوروي توپیر دادی چې طالبان یواځې د بهرنیو ځواکونو څخه پاک افغانستان غوښته او داعش یو اسلامي خلافت غواړي چې له ترکیې څخه تر پاکستان او د هغه اخوا پورې غزیدلی وي.

طالبانو په پرله پسې توګه د داعش پر پټنځایونو بریدونه کړي په ځانګړې توګه په ختیځ ننګرهار ولایت کې چې د اسلامي دولت د ډلې داعش – خراسان ډلې مرکز بلل کیږي.

امریکایي او لویدیځو منابعو په وار وار ویلي چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمن کیدو وروسته د بګرام او پلچرخي د زندانونو څخه د داعش جنګیالیو له خلاصون او تښیتې وروسته په افغانستان کې ددې ډلې لیکې یو ځل بیا غښتلې شوي دي.

XS
SM
MD
LG