د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان وايي بمباریو د سیمو پریښودلو ته اړ کړي


افغان حکومت وايي داعش د افغانستان او سیمې لپاره خطر دی
افغان حکومت وايي داعش د افغانستان او سیمې لپاره خطر دی

طالبانو ادعا کړې چې د دوې پر مورچلو د افغان او امریکايي ځواکونو بریدونو، داعش ته ګټه رسولې.

امریکايي ځواکونه وايي افغانستان کې یې خپل هوايي بریدونه درې چنده زیات کړي او دغه کار طالبان اړ کړي چې له ځینو سیمو په شا شي. که څه هم طالبان د ننګرهار ولایت له ځینو سیمو نه د خپلو جګړه مارانو د شاته کیدو خبره تاییدوي، خو وايي دغه کار داعش ډلې ته فرصت برابر کړی چې نوې سیمې ونیسي.

له څو ورځې راهېسې د ننګرهار د خوګیاڼو په ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو، داعش جګړه مارانو او افغان ځواکونو ترمنځ جنګ روان دی. طالبان تور لګوي چې دوې دغلته داعش جګړه ماران مات کړي وو خو د "کابل ادارې عسکرو، پولیسو، اربکیانو او د امریکا هوایې ځواک سیمې ته ځانونه را ورسول" او په وسله والو طالبانو یې "بریدونه" وکړل چې داعش وژغورل شي.

طالبان تور لګوي چې تر دې مخکې هم افغان ځواکونو له داعش جګړه مارانو څخه ننګه کړې ده، خو افغان حکومت دا تور په کلکه ردوي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند محمد رادمنش امریکا غږ اشنا ته وویل طالبان غواړي اوس په داسې ادعاو خپله ماتې توجیه کړي. هغه دا ادعاوې بې اساسه وبللې.

د ننګرهار والي د سه شنبې په ورځ په خپله د خوږیاڼو ولسوالۍ ته ولاړ او هلته یې مطبوعاتو ته وویل چې افغان ځواکونو د طالبانو او داعش ډلې د ځپلو لپاره عملیات پیل کړي دي. د دغو جنګونو له کبله زرګونه کورنۍ جلال اباد ښار ته کډې شوي دي.

طالبان داسې مهال افغان حکومت او امریکايي ځواکونه د داعش جګړه مارانو په مرستې تورنوي چې د سه شنبې په ورځ افغانستان کې د امریکایي ځواکونو قومندان جنرال جان نیکلسن وویل چې داعش اوس د ننګرهار په دریو ولسوالیو کې فعاله دي او له شپږو نورو یې شړلي دي.

افغان حکومت داعش د افغانستان او سیمې لپاره یو خطر بولي او له نړیوالو غواړي چې د دغې ډلې په ځپلو کې ورسره مرسته وکړي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG