د لاس رسي وړ اتصالات

افغان سوداګر او د بانکونو له لارې بهر ته پیسې لیږدول 


افغانستان بانک وايي، چې افغان سوداګر اوس کولی شي د تجملي موادو پرته د خوراکي توکو، درملو او نورو اړتیا وړ موادو د اخیستلو لپاره بهرته د بانکونو له لارې پیسې ولیږدوي.

د افغانستان بانک د اپریل په ۲۲ (غوایي دویمه) وویل چې د بانکي سیستم د بیرته رغونې په برخه کې د هڅو په لړ کې پریکړه کړې چې له دې وروسته افغان سوداګر او پانګه وال بهر کې د خوراکي توکو، درملو او د خلکود اړتیا وړ موادو د اخیستلو لپاره کولی شي پیسې د بانکونو له لارې انتقال کړي.

د افغانستان بانک ویاند صابر مومند وویل: "د افغانستان بانک سوداګرو او پانګوالو ته د اړینو اسانتیاو په موخه چې د بیو د کمښت او عامو وګړو او سوداګرو د زیان د مخنیوي لپاره اغیزمن تمامیږي د سوداګرو او پانګوالو د بانکي سکټور له لارې بهر ته د لیږد په پروسه کې اړینې اسانتیاو رامنځ ته کړي دي".

خو ښاغلی مومند وايي، چې په نویو بانکي اسانتیاو کې په بهر کې تجملي شیانو د اخیستلو لپاره د پیسو لیږد شامل نه دی.

د تیر ۲۰۲۱ میلادي کال اګست ۱۵ مه واک ته د طالبانو د رسیدلو سره سم د امریکا د مالیې وزارت له خوا د افغانستان بانک د شاوخوا لس ملیارده ډالرو شتمني کنګل شوه چې له امله یې د افغانستان بانکي سیستم د سختو ګواښونو او ننګونو سره مخ شو.

همداشان هغه افغانان چې په بانکونو کې یې خپلې پیسې امانت ایښي وې په خپله خوښه د پیسو د اخیستلو په برخه کې د ستونزو سره مخ شول. د افغانستان بانک د کړنلارې له مخې لومړی په اونۍ کې دوه سوه امریکايي ډالره او یا هم د هغې مادل افغانۍ او بیا وروسته په اونۍ کې څلورو سوو ډالرو ایستلو ته اجازه ورکړه. خو افغان سوداګرو او پانګولو نشو کولی چې بهرته د بانکونو له لارې پیسې ولیږدوي.

د افغانستان بانک ویاند وايي چې بانکونه باید د صادراتو له درکه بانکونو ته لیږدول شوې پیسې پرته د ځنډ څخه سوداګرو او پانګوالو ته ورکړي.

د امریکا د مالیې وزارت د بهرنیو پانګو د کنټرول ادارې د روان میلادي کال د فبرورۍ ۲۵ مه په افغانستان کې سوداګریزو او مالي معاملاتو ته د پراختیا ورکولو په موخه نوی جواز صادر کړ، په دغه جواز کې د افغانستان له حکومتي ادارو سره راکړه ورکړه هم شامله ده.

دغه جواز په دې هدف صادر شوی چې په طالبانو باندې د امریکا بندیزونه د هغو معاملو او فعالیتونه مخه ونه نیسي چې د افغانستان خلکو ته د بشري مرستو د رسولو لپاره ورته اړتیاده.

د اقتصادي چارو یو شمیر افغان کارپوهان د افغانستان بانک دا ډول اقدامات مهم او د بانکي سیستم د بیرته فعالیدو لپاره اړین ګڼي خو وايي، چې د عامو افغانانو په څیر سوداګر او پانګوال هم پر بانکي سیستم بې باوره شوي دي .

د اقتصاد یو استاد عیسی رضايي وايي، چې اکثره سوداګر د بانک له لارې د پیسو د لیږد پر ځای د حوالې د سیستم له لارې خپلې پیسې بهر ته استوي.

ښاغلي رضايي وویل: "د اسانتیاو رامنځ ته کول او د بانکونو د محدودیتونو لرې کول په ځانګړي ډول حوالې او له هیواد څخه بهر د پیسو لیږد رالیږد بهرنیو هیوادونو سره د سوداګریز معاملو په برخه کې د چټک کیدلو سره مرسته وکړي او حتمی ګټور او مثبت یې ارزوم خو دا چې پخپله پر افغانستان باندې به مثبت اغیز ولري لا ناڅرګنده ده. له هغه ځایه چې مخکې له دې چې محدودیتونه پورته شي اوس مهال ټول سوداګریزې مالي معاملې د صرافۍ له لارې ترسره کیدلي او حتی چې د بانک له لارې د پیسو د لیږد څخه په کم مصرف دا معاملې ترسره کیدلې . دلته یو سوال او ناڅرګندتیا همداشان لا شته دی چې سوداګر به د بانک له لارې د پیسو لیږد ته لیوالتیا وښيي او که نه".

د اقتصادي چارو دا کارپوه وايي چې د ده په باور سوداګرو پر بانکونو باندې یو څه باور له لاسه ورکړی دی. د اقتصادي چارو ددغه کارپوه د وینا له مخې دا به وخت واخلي ترڅو افغانان بیرته په بانکونو باندې باور ترلاسه کړي او دا کړنه تر ډیره د افغانستان د بانکي سیستم څخه د امریکا د بندیزونو د لرې کولو پورې هم اړه لري.

XS
SM
MD
LG