د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان بانک له بانکونو څخه د مامورینو د معاشونو په ایستلو محدودیت لیري کړ


کابل ښار کې د یو بانک مخته خلک د خپلو پیسو ایستلو لپاره په لین کې ولاړ دي
کابل ښار کې د یو بانک مخته خلک د خپلو پیسو ایستلو لپاره په لین کې ولاړ دي

د افغانستان بانک وايي له بانکونو څخه یې د دولتي او غیر دولتي کار کوونکو د معاشونو پر ایستلو لګېدلي محدودیتونه لیري کړل.

د افغانستان بانک ویاند صابر مومند نن چهارشنبه اپرېل ۱۲ (وري ۲۴) په یو وډیويي پیغام کې ویلی چې تر دې وروسته ټول دولتي او غیر دولتي کار کوونکي کولای شي له بانکونو څخه خپل معاشونه له محدودیت پرته تر لاسه کړي.

نوموړي زیاته کړې: "د افغانستان بانک د بانکي او مالي سکټور د بیارغونې له ستراتیژک پلان سره سم او امکاناتو ته په کتو سره دا ځل ددولتي او غیر دولتي کار کار کوونکو په معاشونو باندې موجود محدودیت لیري کړ، له همدې امله ټول سوداګریز بانکونه به د دولتي او غیر دولتي کار کوونکو معاشونه د دوی له غوښتونو سره سم له ځنډ او محدودیت پرته ورکوي."

د طالبانو حکومت د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر روانه اونۍ د اقتصادي کمېسیون په غونډه کې د بانکي محدودیتونو د کمولو په اړه د یو منظم میکانېزم جوړولو غوښتنه کړې وه.

د۲۰۲۱ کال د اګسټ د ۱۵ مې وروسته چې طالبان کابل ته ننوتل ورسره سم د افغانستان بانک په ګډون ټولو بانکونو خپل فعالیت ودراوه چې په ورځني ژوند کې یې خلک له ډیرو ستونزو سره مخ کړل.

تر شاوخوا دوو اونیو وروسته د ۲۰۲۱ کال د اګست ۲۹ مه په کابل کې بانکونو په محدود ډول خپلو مشتریانو ته د پیسو ورکول پیل کړل.

د افغانستان د مرکزي بانک او د بانکونو د ټولنې ترمنځ د هوکړې له مخې خصوصي بانکونه په اونۍ کې یو ځل تر ۲۰۰ امریکایي ډالرو او یا هم۲۰۰۰۰ افغانیو پورې پیسې خپلو مشتریانو ته ورکولې.

خو یو شمېر نو عام افغانان او په ځانګړي ډول سوداګر وايي چې دوی اوس هم د طالبانو حکومت لخوا د ټاکل شوي اندازې څخه زیاتې پیسې له بانکونو څخه نشي ایستلی او په دغه برخه هم د محدودیتونو لیري کولو غوښتنه کوي.

د بانکونو له خلاصېدوو سره بیا تر دا مهاله کابل او ولایتونو کې د ټولو بانکونو مخ ته د خلکو ګڼه ګوڼه ډیره زیاته وي. بانکونو ته په ورغولو کسانو کې تر ډېره دولتي او غیر دولتي مامورین وي چې د خپل معاشونو د اخیستلو لپاره بانکونو ته ورځي.

XS
SM
MD
LG