د لاس رسي وړ اتصالات

نړیوال بانک 'افغانستان کې د ۴۵۰ میلیون' ډالرو په ارزښت خپلې درې پروژې بیا پیل کړې


دوو سرچینو د سه شنبې په ورځ اپریل ۱۹ (وري ۳۰) وویل چې نړیوال بانک په افغانستان کې په خپلو دریو پروژو چې په صحت، کرنې او معیشت تمرکز کوي، بیا کار پیل کړی دی.

دغو سرچنیو ویلي نړیوال بانک په افغانستان کې اقتصادي‌کړکیچ او د انرژۍ او خوراکي توکو لوړ قیمت ته په کتو پریکړه کړې چې په خپلو دریو پروژو چې مجموعي ارزښت یې ۴۵۰ میلیونه ډالره کیږي کار له سره پیل کړي.

خو رویټرز ددغو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې نړیوال بانک به د تعلیم پر پروژې کار، چې ارزښت یې ۱۵۰ میلیون ډالره کیږي، وځنډوي.

نړیوال بانک د مارچ په وروستیو کې د طالبانو له خوا له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو ته د نجونو د نه پريښودلو په غبرګون کې پر څلورو پروژو کار بند کړ. ددغو پروژو ارزښت ۶۰۰ میلیونه ډالره دی.

دغه پروژې ټاکل شوې وه چې د افغانستان د بیارغونې د اماناتو د صندوق (ARTF) له خوا تمویل او د ملګرو ملتونو د دفاترو له لارې د پوهنې، روغتیا، کرنې او معیشیت په برخو کې پلي شي.

د پيښو نړیوال صندوق (IMF) ، نړیوال بانک او د امریکا د مالیې وزارت د دوشنبې ناوخته اعلان وکړ چې ټاکل شوې ده د افغانستان د بیارغونې صندوق او نور تمویل کوونکي راتلونکې جمعه د افغانستان د اقتصادي‌ وضعیت او د خوراکي توکو د مصونیت په برخه کې په مشکلاتو خبري وکړي.

ددغو سرچینو په وینا د نړیوال وجهي صندوق، اسلامي پراختیایي بانک او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي‌ دفتر یا یوناما استازي هم په دې غونډه کې ګډون وکړي.

نړیوال بانک تیره اوونۍ وویل چې د افغانستان اقتصادي وضعیت ډیر خراب دی او د روان میلادي کال په لومړیو څلورو میاشتو کې سرانه عاید د تیر کال د همدې مودې په پرتله څه باندې ۳۳ سلنه کم شوی دی.

د یاد بانک په وینا، په افغانستان کې ۳۷ سلنه کورنیو د خوراکي توکو د اخیستلو لپاره پيسې نه درلودې او ۳۳ سلنه کورنیو یوازې د خوراکي توکو لپاره امکانات درلودل نه د کوم بل شي لپاره.

د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته او د نړیوالو مرستو په بندیدو سره د افغانستان اقتصاد د سقوط څندې ته رسیدلی دی.

XS
SM
MD
LG