د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان څه باندې یو ټن زعفران ازبکستان ته صادروي


د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې د کابل او تاشکند ترمنځ سوداګري په پراخېدو ده او دغه هېواد ته د څه باندې یو ټن زعفرانو د صادرولو تړون لاسلیک شوی دی.

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند فواد احمدي د پنجشنبې په ورځ د مارچ په ۱۱ (کب ۲۱) وویل چې په دې وروستیو کې ازبکستان ته د افغان سوداګرو د سفر په مهال د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ په یو کال کې ازبکستان ته د څه باندې یو ټن زعفرانو د صادرولو تړون لاسلیک شوی دی.

د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د معلوماتو په اساس په روان لمریز کال کې په اته زره هکتاره ځمکو باندې زعفران کرل شوي او لږ تر لږه ۲۱ ټنه حاصل ترې اخیستل شوی دی.

تیرکال په افغانستان کې ۲۰ ټنه زعفران تولید شوي. د افغانستان د کرنې وزارت وايي چې د دغه هېواد زعفران د لوړ کیفیت له امله په نړۍ کې ښه مارکیټ لري.

د دغه وزارت د اټکل له مخې د افغانستان ۲۱ ټنه زعفران ۱۸ میلیون ډالره ارزښت لري.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي چې افغانستان د زعفرانو د تولید له پلوه د نړۍ درېیم لوی تولیدوونکی هېواد دی او د زعفرانو د کیفیت له پلوه په لومړي مقام کې ځای لري.

XS
SM
MD
LG