د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان نور د ډېرو پنځو فاسدو دولتونو په کتار کې نشته


افغانستان د شفافیت د نړیوال سازمان د اداري فساد په کلني جدول کې د فساد په ضد مبارزه کې پرمختگ کړی دی.

د شفافیت نړیوال سازمان چې مرکز یې په جرمني کې دی هر کال د نړیوال شفافیت په هکله کلنی رپوټ خپوروي. ددغه سازمان په تازه رپوټ کې افغانستان په ٢٠١٧ کال کې له سلو امتیازونو څخه ١٥ امتیازونه ترلاسه کړي وو او د جدول د ١٨٠ درجې نه یې ١٧٧ درجې ته پرمختگ کړی و.

خو افغانستان په ٢٠١٨ کال کې له ١٠٠ امتیازونو څخه ١٦ امتیازه گټلي او اوس په جدول کې ١٧٢ درجې لوړ شوی دی.

ددې رپوټ له مخې افغانستان د تیر کال په پرتله پنځه درجې پورته او ښه شوی دی. د شفافیت نړیوال سازمان هر کال د نړۍ د هیوادونو په دولتي سکتور کې موجود اداري فساد د کارپوهانو سره په مشورې څیړي او ارزوي او دغو هیوادونو ته ددې څیړنو په بنسټ له صفر نه تر ١٠٠ امیتازونه ورکوي.

تر ټولو پاک دولتونه

د شفافیت د نړیوال سازمان د ٢٠١٨ کال د اداري فساد په جدول کې ډنمارک، نوی زیلاند او فنلند د زیاتو امتیازونو په ترلاسه کولو سره په ترتیب له لومړي مقام نه تر دریم مقام پورې ځای نیولی دی چې پدغو هیوادونو کې د ډیر لږ اداري فساد شتونتیا څرگندوي.

د امریکا متحده ایالات پدې رپوټ کې د ٢٠١٧ کال په پرتله شپږ درجې ښکته شوی او اوس په جدول کې ٢٢ دی.

د افغانستان گاونډي دولتونه

په دې رپوټ کې د افغانستان گاونډي هیوادونه پاکستان په ١١٧، ایران په ١٣٨، تاجکستان ١٥٣، ترکمنستان ١٦١ او ازبکستان ١٥٨ ځای نیولی دی.

د ٢٠١٨ کال په اړه د شفافیت د نړیوال سازمان رپوټ ښیي چې د نړۍ په گوټ گوټ کې فساد او ټولنیزه نابرابري یو بل تقویه کوي، د سیاسي تاسیساتو نه خلک ناراضه کوي او د ملتپالو سیاستمدارانو رامنځ ته کیدو او پرمختگ ته لمن وهي.

د شفافیت د نړیوال سازمان په کلنۍ ارزونه د هیوادونو دموکراتیک ارزښتونه لکه ازاد او شفاف انتخابات، غښتلي او خپلواک تاسیسات، سیاسي حقونه لکه د اعتراض حق، مدني حقونه لکه مناسبې محاکمې ته لاسرسی او داسې نور هم په پام کې نیول کیږي.

XS
SM
MD
LG