د لاس رسي وړ اتصالات

افغان مرکچي پلاوی: وخت کم دی، د سولې پر تګلارې باید ژر توافق وشي


قطر کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوی وايي چې د سولې د خبرو په تګلاره کې د اختلافي مسایلو د حل لپاره پر وړاندیز شویو مواردو باندې د طالبانو له لوري سره خبرې روانې دي.

د دغه پلاوي غړي رسول طالب د پنجشنبې په ورځ اکتوبر ۲۲ (لړم ۱) وویل چې ټولې هڅې یو توافق ته په رسېدو باندې متمرکزې شوې دي.

هغه وویل چې تېره ورځ دواړو لوریو د اختلافي ټکو د حل په وړاندیز شویو لارو چارو باندې بحثونه کړي او زیاته یې کړه: "موږ باید په یو متن چې د دواړو لورو لپاره د منلو وړ وي او د دواړو خواو نظرونو او اندېښنو ته په کې پاملرنه او ورته ځای ورکړل شوی وي، تفاهم وکړو".

ښاغلي طالب ټینګار وکړ چې دې موخې ته د رسېدو لپاره زیات وخت نشته، دا بحثونه باید ژر تر ژره پای ته ورسېږي او دواړه خواوې په اساسي مسایلو لکه د مذاکراتو د اجنډا جوړول، اوربند او د جګړې په ودرولو بحثونه پیل کړي.

هغه په افغانستان کې روانې جګړې او د ملکیانو تلفاتو ته په اشارې وویل چې روان وضعیت په هیڅ ډول د توجیې وړ نه دی.

خو طالبانو تراوسه د دواړو لورو ترمنځ د وروستۍ ناستې د جزئياتو په اړه څه نه دي ویلي.

په عین حال کې په کابل کې د فرانسې سفارت د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي د کچې زیاتوالی د نه منلو وړ بللی دی.

دغه سفارت د تخار په بریدونو کې د افغان نظامیانو تلفاتو او په هلمند کې د شاوخوا ۴۰زره ملکیانو بې‌ځایه کېدو ته په اشارې ویلي: "طالبان باید خپل بریدونه ودروي او د سولې له ټینګېدو سره مرسته وکړي".

تیره ورځ د افغانستان جمهور رئيس محمداشرف غني هم د طالبانو له لوري د تاوریخوالي پر زیاتېدو انتقاد وکړ.

هغه وویل چې پر هلمند، غور او د افغانستان په نورو سیمو کې د طالبانو بریدونه ښيي چې لا هم دغه ډله د "کاذبې فتحې" پر روایت باور لري او ټینګار یې وکړ چې طالبان به هیڅ‌کله له دې لارې بریالي نشي.

XS
SM
MD
LG