د لاس رسي وړ اتصالات

غني: امریکا له افغانستان سره خپلو ټولو تعهداتو ته ژمنه ده


د افغانستان جمهور رئيس محمداشرف غني وايي چې له نړیوالو او ستراتیژیکو دوستانو سره چې افغانستان د "مشترکو ګټو په اساس کومې اړیکې تدوین او رامنځ ته کړي" ټولې په خپل ځای دي.

ښاغلي غني چې د چهارشنبې په ورځ اکتوبر ۲۱ (تلې ۳۰) ولسي جرګې ته د کابینې د غړو د معرفي کولو په مراسمو کې وینا کوله وویل د امریکا له جیګپوړو چارواکو سره په خبرو کې هغوی ویلي چې هېواد یې له افغانستان سره خپلو ټولو تعهداتو ته ژمن دی.

جمهور رئیس غني وویل دغو امریکايي چارواکو ژمنه کړې چې د خپلو راتلونکو پلانونو د تطبیق په برخه کې به له افغان حکومت سره سلامشورې کوي او د سولې، امنیت او نورو مسایلو په برخه کې به له افغانستان سره د یو ملګري هېواد په توګه خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

ښاغلي غني زیاته کړه: "دا په دې معنی چې له افغانستان څخه به د امریکا امنیتي او نظامي حمایت دوام لري. د دغه حمایت ښه بیلګه په وروستیو څو ورځو کې په هلمند کې ولیدل شوه، د امریکا د متحده ایالاتو ځواکونه د هلمند په دفاع کې د افغانستان د اسلامي جمهوری دولت له وسله‌والو ځواکونو سره ودرېدل".

شاوخوا دوه اونۍ مخکې د هلمند پر مرکز لښکرګاه ښار باندې د طالبانو د یرغلیز بریدونو په شا تمبولو لپاره په افغانستان کې میشت امریکايي ځواکونه د افغان ځواکونو مرستې ته ودانګل او پر طالبانو یې هوايي بریدونه وکړل.

طالبانو دغه بریدونه د دوحې له تړون څخه سرغړونه وبلله خو امریکايي چارواکو ویلي چې له طالبانو سره د تړون په اساس یې له افغان ځواکونو سره همکاري کړې ده.

د افغانستان جمهور رئيس دغه راز وویل چې امریکايي مقاماتو د اقتصادي مرستو په ځانګړي ډول له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د مالي ملاتړ د دوام ډاډ ورکړی دی.

هغه وویل: "لکه تاسې چې ګورئ د امریکا متحده ایالات له موږ سره عملاً مرسته کوي، چې په راتلونکې میاشت کې د جینیوا کنفرانس د امادګۍ پروسه په ښه توګه مخې ته لاړه شي. افغانستان سره د روغتیا او پوهنې په برخه کې د امریکا د مرستو ژمنې اوږدمهاله دي".

ښاغلي غني همداشان وویل چې د افغانستان کې د ښځو د حقونو د تامین او د ډموکراټيکو بنسټونو د پياوړتیا په برخه کې د امریکا ژمنې په خپل ځای دي او هیڅ بدلون په کې نه دی راغلی.

د جمهور رئیس غني په وینا د تیرو نولسو کلونو د لاسته راوړنو د ساتنې لپاره امریکا، اروپايي ټولنه او نور متحدین یې له افغان ولس او دولت سره ولاړ دي.

XS
SM
MD
LG