د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر غني د کندهار د وضعیت د ارزونې لپاره دغه ولایت تللی


د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني د یو لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د کندهار د امنیتي وضعیت د ارزونې لپاره دغه ولایت ته تللی دی.

چارواکي وايي چې له ولسمشر غني سره د کندهار په سفر کې د هغه لومړی مرستیال امرالله صالح، د ملي امنیت د شورا سلاکار حمدالله محب او د کابینې ځينې غړي ملګري دي.

ټاکل شوې چې ولسمشر غني د کندهار د وضعیت په اړه له ولسي خلګو، سیمه‌ییزو دولتي مسئولینو او افغان نظاميانو سره د نن ورځی په اوږدو کې په جلا جلا توګه وویني.

د ولسمشر غني د راتګ لپاره په کندهار ښار کې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي او ښار ته ټولي غځېدلې لاري د ترافیکو پرمخ تړل شوي دي.

دغه راز د کندهار ښار څخه تیرېدونکي مسافر چې له کابل څخه هرات ته او یا هم له هرات څخه کابل ته د کندهار ښار ته سفر کوي په لویدیځ باغ پل او ختیځ دامان ولسوالۍ کې په مسافر وړونکو بسونو کې بند پاتې دي.

د کندهار والي حیات الله حیات امریکا غږ ته وويل چي د ولسمشر سره ټولې لیدنې او غونډې په اتل قول اردو کې ترتیب شوي دي.

خو یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط امریکاغږ ته وويل چې ولسمشر غني به په کندهار ښار کې د خرقې شریفې زیارت ته هم لاړ شي او له هغه ځایه به د افغان سولې په اړه یو ځانګړی پیغام هم ورکړي.

تیره ورځ د کندهار پوليسو په یوه اعلامیه کې د ښار اوسیدونکو ته خبر ورکړ چې د خرقې شریفې په شاوخوا سیمو کې پر پلي او د وسایطو پر تګ راتګ بندیز دی.

د ولسمشر غني د عامه اړیکو سلاکار وحید عمر تیره ورځ په یوه ټویټ کې ويلي وو چې په کور دننه د تاریخي ارزښت او تقدس په لحاظ خرقه شریفه د سولي د افغاني مذاکراتو د دویم پړاو د پيل لپاره تر ټولو غوره ځای دی.

ولسمشر غني کندهار ته پر داسې مهال سفر کوي چې د دې ولایت په ارغنداب، ژړۍ، پنجوايي او ډنډ ولسوالیو کې د وسله والو طالبانو ډله ییز بریدونه له تیرو دوو اونیو راهیسې دوام لري چې له کبله يې د کندهار اوسیدونکي له امنیتي پلوه تر بل هر وخت زیات اندېښمن کړي دي.

XS
SM
MD
LG