د لاس رسي وړ اتصالات

د هلمند - کندهار لویه لار د موټرو د تګ راتګ لپاره خلاصه شوه


د هلمند مرکز لښکرګاه
د هلمند مرکز لښکرګاه

د هلمند ولایت امنيتي مقامات وايي تر دوو اونیو پوځي عملیاتو وروسته د لښکرګاه ـ کندهار لویه لار نن شنبه ماسپښین د موټرو د تګ راتګ لپاره پرانیستل شوه.

د هلمند امنيه قومندان مل پاسوال ولي جان سرحدي نن شنبه ډسمبر۱۲(لېندۍ۲۲) امریکا غږ ته وویل چې لار دا مهال د موټرو د تګ راتګ لپاره په بشپړه توګه خلاصه ده.

نوموړي زیاته کړه:"د خپلو اتلو ملي ځواکونو پولیسو، امنیت ملي، ملي اردو او مېړني ولس په همکارۍ وروسته له درې ورځو عملیاتو وتوانېدم چې د کندهار او هلمند عمومي شهرا د دښمن له شتون څخه په مکمل ډول پاکه کړو، او د ولس او عامو خلکو پر مخ خلاصه شوه، اکثریت پلچکونه، تخریب شوي، او د لارې په اوږدو کې ماینونو له امله د پلچکونو د ترمیم او د ماینونو د شنډولو چارو وخت ونیوی، د اوس لپاره عمومي لاره د اولس پر مخ خلاصه ده کولای شي چې په ارام زړه تګ راتګ پر وکړي."

وسله والو طالبانو دوه میاشتې وړاندې د لښکرګاه پر ښار له ډله ييزو بريدونو نه وروسته د لښکرګاه-کندهار لاره هم د موټرو د تګ راتګ لپاره بنده کړله.

د لښکرګاه ښار اوسيدونکي د دې لارې د پرانيستل کيدو هر کلی کوي، خو وايي چې د دايمي امنيت لپاره دي کلک تدابير ونيول شي.

پر دې لويه لار هره ورځ سل ګونه لارۍ او مسافر وړونکو موټر تګ راتګ کاوه چې له تيرو ۲ مياشتو راهيسې ياد بهير هم په ټپه دريدلی وو.

والو طالبانو د د دې لارې د پرانیستل کیدو په اړه تر اوسه څه ندي ویلي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG