د لاس رسي وړ اتصالات

د ترهگرۍ ضد مبارزه یواځې د افغانستان مسؤلیت نه دی-گوتیریش


د ملگرو ملتونو عمومي منشي د امنیت شورا په غونډه کې د خبرو پر مهال
د ملگرو ملتونو عمومي منشي د امنیت شورا په غونډه کې د خبرو پر مهال

د ملگرو ملتونو عمومي منشي انتونیو گوتیریش وایي د افغانستان حکومت د ترهگرو او سخت دریځو ډلو پر وړاندې په مبارزه کې د پام وړ رول درلودلی دی، خو ټینگار یې وکړ چې ددې ډلو پر وړاندې مبارزه یواځې د افغان حکومت مسؤلیت نه دی.

ښاغلي گوتیریش د ملگرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې چې "په افغانستان او مرکزي اسیا کې سیمه ییز مشارکت د امنیت د ټینگیدو او پرمختیا د نمونې په توگه" عنوان لاندې جوړه شوې وویل چې ترهگرې ډلې حتی د افغانستان په شمال کې فعالیتونه کوي چې دغه ډول وضعیت د مرکزي اسیا هیوادونو ته گواښونه پیدا کړي.

ښاغلي گوتیریش زیاته کړه "د افغانستان حکومت د سخت دریځو، ترهگرو او د نړیوالو سازمان شویو جرایمو په وړاندې مبارزه کوي او دا ډول مبارزه په ټولې سیمې او نړۍ باندې اثر اچوي. خو دغه ډول گواښونو ته ځواب یواځې د افغانستان د حکومت مسؤلیت نه دی؛ د ترهگرۍ پر ضد موثره مبارزه څو اړخیزه سیمه ییزه همکارۍ ایجابوي."

د ملگرو ملتونو عمومي منشي د افغانستان امنیتي وضعیت "نازک" وگاڼه او وویل چې په دې هیواد کې د ناامنیو زیاتیدل ددې سبب شوي چې په افغانستان د ترهگرو او سخت دریځو ډلو فعالیتونه زیات شي.

ښاغلي گوتریش همداشان ټینگار وکړ چې په افغانستان او سیمه کې به ستونزې هغه وخت حل شي چې مشکل عوامل له منځه لاړ شي.

د ملگرو ملتونو سرمنشي زیاته کړه "یواځې هغو ریښو ته په ځواب ویلو سره چې د کړکیچ سبب شويلکه د نابرابریو، {د نورو} د منزوي کولو او توپیر په گډون عواملو په وړاندې په مبارزې سره کولای شو سوله ییزې ټولنې رامنځ ته کړو چې د تاوتریخوالې ډک افراطیت او ترهگرۍ پر ضد مقاومت وکړای شي".

امریکا: طالبان د جگړې په میدان کې نه بریالي کیږي

د امنیت شورا په دغه ځانگړې غونډه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال جان سولیوان، په خپله وینا کې په دې ټینگار وکړ چې د امریکا متحده ایالات او نړیوال متحدین یې ژمن دي چې د سخت دریځو او ترهگرو ډلو په مقابل کې د افغانستان د حکومت ملاتړ وکړي.

دغه لوړپوړي امریکایي دیپلومات همداشان وویل چې "د افغان امنیتي ځواکونو څخه د نړیوالې ټولنې غوڅ ملاتړ طالبانو ته څرگنده کړه چې د جگړې په میدان کې نشي بریالي کیدای او یواځې د سیاسي لارو چارو کیدای شي مسایل حل شي."

ښاغلي سولیوان ټینگار وکړ چې د جگړې دوام د طالبانو په گډون یواځې د افغانستان خلکو ته تاوان رسوي. نو د هغه په وینا طالبان باید دا درک کړي چې یواځې د مذاکرې له لارې کیدای تفاهم ترلاسه شي او په پای کې یو "د زغم وړ" حکومت رامنځ ته شي.

ښاغلي سولیوان په دې هم ټینگار وکړ چې د طالبانو له ډلې سره د سولې هر ډول پروسه کې باید درې عمده عناصر شامل وي: د ترهگرو ډلو سره د طالبانو درابطې پای ته رسیدل، د تاوتریخوالي ډکو اعمالو بندو او د افغانستان د اساسي قانون منل.

XS
SM
MD
LG