د لاس رسي وړ اتصالات

په بلجیم کې یو وسله وال درې کسان ووژل


په ۲۰۱۶ کال په یو ترهګریز برید کې په بلجم کې ۳۲ تنه ووژل شول
په ۲۰۱۶ کال په یو ترهګریز برید کې په بلجم کې ۳۲ تنه ووژل شول

په بلجیم کې چارواکي وايي یو وسله وال سړي د دوو پولیسو له وژلو وروسته یوه ښځه هم د لږ وخت لپاره یرغمل کړې وه.

په برید کې دوه نور پولیس ژوبل شوي هم دي. د بلجیم دولتي رسنۍ وايي برید د سه شنبې په ورځ (مۍ۲۷) د یوې کافي خانې سره نژدې وشو.

بریدګر له برید سملاسې وروسته یو نژدې ښوونځي ته ننوت او هڅه یې کوله چې یوه کارګره یرغمله کړي خو پولیسو په ډزو وواژه.

برید د بلجیم د لیژ په ښار کې شوی. یو پولیس چارواکي یوس سټیونز اسوشیتډپرس ته وویل چې لا دا خبر تصدیق شوی نه دی چې دا برید دې له ترهګرۍ سره تړاو ولري.

د برید انګیزه هم معلومه نه ده او نه هم د بریدګر هویت څرګند شوی دی. خو پولیس چارواکي وایي دغه کس جرمي سابقه هم درلوده، د غلا او نشه يي توکو د کاروبار په تور نیول شوی هم بندي شوی هم و.

په همدې حال کې د بلجیم د څارنوالۍ یو چارواکي اسوشیتډ پرس ته ویلي دي چې داسې "نښې نښانې شته چې ښيي دا یو ترهګریز برید" وي.

د بلجیم پولیس په ۲۰۱۶ کال کې له هغه ځانمرګي برید وروسته لا هم د تیارسئ دي چې ۳۲ تنه یې ووژل.

XS
SM
MD
LG