د لاس رسي وړ اتصالات

د بښنې نړیوال سازمان: د ترهګرۍ ضد قانون، ازادۍ کمزورې کوي


راج وایي"فرانسه داسې فرهنګ او تاریخ لري چې خلک یې د بدلون لپاره سړکونو ته راوځي، خو بیړنی حالت دغه اصول له منځه وړي."
راج وایي"فرانسه داسې فرهنګ او تاریخ لري چې خلک یې د بدلون لپاره سړکونو ته راوځي، خو بیړنی حالت دغه اصول له منځه وړي."

په فرانسې، بلجیم او جرمني کې له یو لړ خونړیو بریدونو وروسته ځینې اروپایي هیوادونه د ترهگرۍ خلاف یو لړ قوانین رامنځته کړي دي.

خو د بښنې نړیوال سازمان وایي د ترهګرۍ خلاف نوي قوانین، اروپا د یو خطرناکه حالت په لور بیایي او دایمي محدویتونه به ولري.

د بښنې نړیوال سازمان څخه کارتک راج وایي "زمونږ باور دا و چې دا هیوادونه به د خلکو مصونیت تضمین کړي څو له خپل حق نه خوند واخلي، خو د هغوئ حقونه محدودوي او په ظاهره استدلال کوي چې امنیت یي تضمینوي."

اروپا په تیرو دووکلونو کې د ترهګرۍ له یو لړ بریدونو نه د رغیدو په حال کې ده. په پاریس کې د ۲۰۱۵ کال د نومبر ډزو او بمي بریدونو فرانسه دیته مجبوره کړه چې بیړنی حالت اعلان کړي.

دا اقدامات د دې سبب کیږي چې حکومت په مظاهرو او ګرځیدو راګرځیدو بندیز ولګوي، مشکوک خلک تر کلک نظربند لاندې وساتي یا توقیف کړي او کورونه بې له اجازې تلاشي شي.

د فرانسې صدراعظم برنارد کزینوې دوه میاشتې د مخه د پنځم ځل لپاره د بیړني حالت د غځولو اعلان وکړ او وې ویل "مونږ باید د ژوند اوسني حالت درک کړو. او دا واقعیت په ذهن کې ولرو چې مونږ د ترهګرۍ له لوی ګواښ سره مخامخ یو."

خو د بښنې نړیوال سازمان ادعا لري چې دا له صلاحیتونو نه ناوړه استفاده ده. په دې اقداماتو کې په پاریس باندې د داعش له خوا د برید نه څو ورځې وروسته په نوامبر میاشت کې په پاریس کې د اقلیم د بدلون کنفرانس په درشل کې له شلو نه زیات د فعالینو نظر بندي هم شامل و.

ښاغلی راج وایي "فرانسه یو داسې فرهنګ او تاریخ لري چې خلک یې د بدلون د راوستلو لپاره لارو او کوڅو ته راوځي، خو په بیړني حالت کې دغه اصول له منځه ځي."

دغه سازمان پر هنګري هم نیوکې کوي چې په اروپا کې یې د ملي امنیت سخت قوانین وضع کړي دي. د ۲۰۱۵ میلادي کال د سپتمبر په میاشت کې د مهاجرینو یوې ډلې وروسته له هغه یوه سرحدي دروازه ماته کړه چې پولیس یې په ډبرو وویشتل.

د هغو څخه یو یې یو سوریایي مهاجر احمد حامد و چې له قبرس نه له خپل مور او پلار سره د مرستې کولو لپاره تللی و. هغه ونیول شو او لس کاله د ترهګرې په تور بندي شو.

ښاغلی راج وایي "سلیم عقل دا نه مني چې دا دې د ترهګرۍ یو عمل وبلل شي."

د هنګري صدراعظم ویکتور اوربن له دې جزا نه مخکې ویلي وو چې حکومت یوازې اوسني قوانین نافذوي. "هنګرۍ به د هر هغه چا مخه ونیسي چې په یو ډول دغه هیواد ته ننوځي او پکې په غیرقاوني توګه پاتې کیږي."

د بښنې د نړیوال سازمان راپور په داسې حال کې خپور شو چې د متحده ایالاتو منتخب جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د جرمني په صدراعظمي انګیلا مرکل ددې لپاره نیوکه وکړه چې د مهاجرینو پرمخ یې د خپل هیواد د دراوازو په پرانستلو د مصیبت ډکه اشتباه کړې ده.

خو د فرانسې د مالیې وزیر میشل سپین د سې شنبې په ورځ وویل چې د فرانسویانو او اروپایانو په توګه دغه ډول نیوکې د منلو وړ نه دي.

هغه زیاته کړه چې د ښاغلي ټرمپ له خوا دا ډول څرګندونې د اروپایانو ترمنځ یووالی لا کلکوي.

XS
SM
MD
LG