د لاس رسي وړ اتصالات

سوناک د بریتانیا له پاچا سره له لیدلو وروسته د صدراعظم په توګه کار پیل کړ


هندي الاصله ریشي سوناک د بریتانیې لومړنی رنګین پوسته او په تیرو ۲۰۰ کلونو کې ددغه هېواد تر ټولو ځوان صدراعظم دی.

هغه د سه شنبې په ورځ اکتوبر ۲۵ (لړم ۳)، د بریتانیې له لرغوني دود سره سم، د پاچا دریم چارلس سره ولیدل چې د حکومت جوړولو دپاره د هغه اجازه تر لاسه کړي.

دا په تېرو دوو میاشتو کې د بریتانیې درېیم صدراعظم دی.

ښاغلی سوناک چې د کرونا د وبا په وخت کې د بریتانیې د مالیې وزیر و، د دوشنبې په ورځ د محافظه کار ګوند ملاتړ ترلاسه کړ او د پخوانۍ صدراعظمې لیز ترس له استعفا وروسته ددغه ګوند د مشر او د هېواد د صدراعظم په توګه وټاکل شو.

آغلې ترس د صدارت په منصب باندې له دوه میاشتو کمه موده تېره کړه.

ریشي سوناک د سه شنبې په ورځ د صدراعظم په توګه په خپلې لومړنۍ وینا کې وویل: "بریتانیا یو عظیم هیواد دی، خو له شک پرته موږ له یوې لویې اقتصادي ننګونې سره مخامخ یو. موږ ټیکاو او یووالي ته اړتیا لرو."

شنونکي وايي، هغه ته دا وخت ستر مسولیت ور په غاړه دی چې د بریتانیا ترینګلی اقتصادي حالت ورغوي.

د اقتصادي چارو شنونکي ټوني ټراورس وویل: "هغه باید د حکومت د پیسو د مصرف او قرضې اخیستو ترمنځ انډول رامنځته کړي او نړیوالو مالي مارکیټونو ته ډاډ ورکړي چې بریتانیا له سیاسي ثبات څخه برخمنه ده."

ریشي سوناک د لیز ترس ځای نیسي. ترس د سپتمبر په میاشت کې د محافظه کار ګوند له خوا د بوریس جانسن پرځای صدراعظمه وټاکل شوه خو تېره اونۍ یې وروسته له هغه استعفا ورکړه چې د مالیاتو د راکمولو دپاره جوړو شویو پلانونو یې د حکومت د پور اخیستنې بیې لوړې کړې او له امله یې د بریتانیې اقتصاد ټکان وخوړ.

ریشي سوناک چې په تیرو سیالیو کې یې د آغلې ترس په وړاندې میدان بایللی و، د دوشنبې په ورځ د ډیرو محافظه کارو وکیلانو ملاتړ ترلاسه کړ.

د سیاسي چارو شنونکی، کوینټین پیل د بریتانیې روان وضعیت "بې نظمه" بولي. هغه وویل: "دا په نړیوال سټیج د بریتانیې په ارزښتونو باندې د ملنډې وهلو په څېر ده."

خو ډیری شمېر بریتانویان دا وخت تر بل هر څه زیات د هېواد د اقتصادي ثبات غوښتنه کوي.

د لندن اوسېدونکی کېت ډارګو وايي، غواړي نظم رامنځته شي: "مونږ واقعاً د شرم احساس کوو. مونږ د ټولو بهرنیو رسنیو د خندا موضوع ګرځیدلي یو."

ددغه ښار بل اوسېدونکی وايي غواړي بریتانیا یو آرام حکومت ولري چې "له بریکزټ، د کرونا له وبا او له بریتانیې سره د پرېکون د ګواښ په وړاندې، هیواد اداره کړای شي."

شپږ کاله مخکې کله چې بریتانویانو له اروپايي اتحادیې څخه د وتلو لپاره رایه ورکړه، له هغه وخته راهیسې دغه هیواد پنځه صدراعظمان لرلي دي.

کوینټین پیل د بریتانیې اصلي ستونزه له اروپايي اتحاد څخه د وتلو پرېکړه (بریکزټ) بولي چې د هغه په خبره، بحث پرې نه کیږي. هغه وویل:‌ "علت یې دا دی چې کرونا وبا او د اوکراین جنګ د خبرونو سرټکي جوړوي. له اروپايي‌ اتحادیې څخه وتلو په واقعي ډول د بریتانیې اقتصاد ته زیان رسولی دی."

دا شنونکی استدلال کوي چې له امریکا وروسته بریتانیا اوکراین ته د پوځي ملاتړ چمتوکوونکی دوهم لوی هیواد دی، او دا د بریتانیا د نړیوال تصویر په ساتلو کې مهم رول لري.

ښاغلي پیل زیاته کړه: "له اوکراین څخه باید پوره ملاتړ وشي او لازمې مرستې ورکړل شي چې ډاډ ترلاسه شي د روسیې په وړاندې دغه جنګ ونه بایلي. او همدارنګه باید د اروپايي اتحادیې له نورو غړو هیوادونو سره هم اړیکې ښې شي."

ښاغلی سوناک به د خپل صدارت پرمهال له سختو ننګونو سره مخامخ وي ځکه په بریتانیې کې د انفلاسیون کچه له لسو پورته ده او د اقتصادي رکود د رامنځته کېدو اټکل کیږي.

XS
SM
MD
LG