د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان دولت او طالبانو د سولې مذاکراتو په ترتیب او تنظیم بحث کړی


د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د سولې مرکچي پلاوی او طالبان وايي چې د دواړو خواو د تماس ګروپونو د سولې مذاکراتو په ترتیب او تنظیم باندې بحث کړی دی.

د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د سولې د مرکچي پلاوي یو غړي غلام فاروق مجروح د چهارشنبې په ورځ جون ۱۶ (غبرګولي ۲۶) وویل: "تېر ماښام د دواړو اړخونو د تماس ډلو تر منځ ناسته وشوه او په راتلونکي کې د مذاکراتو د دوام تنظیم او ترتیب باندې هر اړخیز بحث وشو".

طالبانو هم پرون ماښام د دواړو خواو د مذاکراتي پلاو د تماس ډلو ترمنځ ناسته تائید کړې ده.

د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت او د طالبانو د مذاکراتي پلاو د تماس ډلو ترمنځ دا ناسته وروسته له هغې شوې چې تېره ورځ اروپايي ټولنې د افغانستان د سولې د اساسي مذاکراتو په پیلېدو ټینګار وکړ.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازي توماس نیکلاسن ویلي چې اوس د دې وخت رسېدلی چې د دوحې خبرې باید د دواړو مذاکره کوونکو ټېمونو د اساسي وړاندیزونو له مخې وشي.

ښاغلي نیکلاسن ټینګار کړی چې دواړې خواوې باید د عادي رول لوبولو پر ځای د مذاکرې پړاو ته داخل شي.

له دې وړاندې هم د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت او طالبانو مرکچي پلاو د جون په اتمه تر اوږده ځنډ وروسته ناسته کې د مذاکراتو د بهیر پر چټکتیا او د اجنډا پر موضوعاتو هوکړه کړې وه.

له دغې غونډې وروسته دا د دواړو خواو د تماس ډلو ترمنځ لومړۍ ناسته ده، خو لا هم دغو خواو د سولې اساسي مذاکرات بېرته نه دي پیل کړي.

اروپايي ټولنې ټینګار کړی چې په دوحه کې د سولې خبرې باید له هر ډول ځنډ پرته له سره پيل شي ترڅو په افغانستان کې د سیاسي حل لارې په پیدا کېدو سره په دغه هېواد کې جګړه پای ته ورسېږي او د سولې ټینګېدو ته زمینه برابره شي.

XS
SM
MD
LG