د لاس رسي وړ اتصالات

بین الافغاني مذاکرات؛ د افغان حکومت مذاکراتي پلاوی سبا قطر ته ځي


د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مذاکراتي پلاوي مشر محمد معصوم ستانکزی
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مذاکراتي پلاوي مشر محمد معصوم ستانکزی

د سولې په چارو کې د افغانستان دولت وزارت وايي، ټاکل شوې د افغانستان د اسلامي جمهوریت مذاکراتي پلاوی له طالبانو سره د مذاکراتو له سره پیلېدو لپاره قطر ته ولاړ شي.

د دغه وزارت ویاندې ناجیې انوري نن دوشنبه مۍ ۳۱ (غبرګولې لسمه) امریکا غږ ته وویل چې ټاکل شوې د یاد مذاکراتي پلاوي یو شمېر غړي سبا سې شنبه او پاتې غړي تر هغه وروسته دوحې ته ولاړ شي.

نوموړې زیاته کړه چې د دواړو لورو د مذاکراتي پلاویو غړو په تیر کوچني اختر کې د یوې ګډې ناستې پرمهال د سولې خبرو پر ژر پیلېدو او د دغه بهیر پر چټکېدو باندې ټینګار کړی و.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویاندې وویل: "د افغانستان د اسلامي جمهوریت مذاکراتي پلاوی په یوې قوي ارادې، پوره ژمنې او ښه چمتووالي سره یو ځل بیا د مذاکراتو ځای ته ځي، تر څو مذاکرات له هغه ځایه چې بند شوي بیا پیل کړي، د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مذاکراتي پلاوي ټوله هڅه داده چې په افغانستان کې د سولې ټینګېدو په هدف مذاکرات په بریالیتوب او ښه نتیجې سره پای ته ورسوي."

بلخوا د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله هم ویلي چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت مذاکراتي پلاوی به د بین الافغاني مذاکراتو له سره پیلېدو لپاره ډير ژر قطر ته ولاړ شي.

نوموړي ویلي چې تیره ورځ یې د افغانستان د اسلامي جمهوریت مذاکراتي پلاوي له غړو سره لیدنه کې د افغان سولې اړوند وروستیو تحولاتو او په دې برخه کې د راتلوونکو ګامونو په اړه خبرې کړي دي.

عبدالله عبدالله پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې په دغه ناسته کې یو ځل بیا د سوله ییز هواري په اړه پر خپلې ژمنې ټينګار کړی دی: "د افغانستان د اسلامي جمهوري ریاست د مذاکراتي پلاوي له غړو سره، د سولې بهیر، د هیواد وروستي تحولات او راتلوونکي ګامونه مو وڅېړل،موږ یو ځل بیا د سوله ییز هواري په برخه کې پر خپلې ژمنې ټینګار وکړ،مذاکراتي ټېم به ډير ژر د بین الافغاني خبرو له سره پیلېدو لپاره قطر ته ولاړ شي."

د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو د مذاکراتي ډلو ترمنځ بین الافغاني مذاکرات د تیر ۲۰۲۰ کال په سپټمبر میاشت کې پرانیستل شول، خو تر دا مهاله پکې د کوم ښکاره پرمختګ خبر نه دی ورکړل شوی.

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب د تیري شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې د سولې خبرې ځکه په ټپه ولاړې دي چې طالبان مذاکره نه کوي.

وسله والو طالبانو بیا تر دې مخکې د سولې خبرو کې د ځنډ رامنځته کېدو پړه پر افغان حکومت ور اچولې وه.

عبدالله عبدالله پر داسې مهال د بین الافغاني مذاکراتو له سره پیلېدو خبر ورکوي چې ټاکل شوې په ترکیه کې هم د افغان سولې په اړه د ترکیې او قطر په کوربتوب یوه لویه ناسته جوړه شي.

طالبانو چې پخوا یې د ترکیې د استانبول په غونډې کې د ګډون نه انکار کړی و، تازه یې ویلي چې د یو لړ شرطونو پر اساس به پدې غونډې کې ګډون وکړي.

XS
SM
MD
LG