د لاس رسي وړ اتصالات

غني او حکمتیار په ځینو مسایلو هوکړه کړې


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وايي، له ولسمشر غني سره په وروستۍ درې اړخیزه ناسته کې پر ځینو مسائلو هوکړې ته رسېدلی دی.

ګلبدین حکمتیار نن یکشنبه مۍ ۳۰ (غبرګولې نهمه) خبریالانو ته وویل چې د ولسمشر غني او پخواني ولسمشر حامد کرزي سره په درې اړخیزه ناسته کې په استانبول ناسته کې له یوې واحدې طرحې سره د حکمتیار پر ګډون او له یادې ناستې څخه ملاتړ، انتقالي حکومت، د طالبانو په ګډون د پرېکړو کولو د شورا رامنځته کول، د طالبانو او حزب اسلامي د ټولو بندیانو ازادولو باندې توافق وشو.

هغه د اوربند ټینګېدل، ټاکنې او د دولت د عالي شورا رامنځته کول له نورو هغه مسائلو څخه یاد کړل چې په وینا یې په دغه درې اړخیزه ناسته کې ورباندې هوکړې ته رسېدلي دي.

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وویل چې ولسمشر غني سوله غواړي، خو وايي، د دغه درې اړخیزه ناستې په اړه یې د خپل ټېم ملاتړ تر لاسه نکړ.

ولسمشر محمد اشرف غني په دې وروستیو کې د سولې د وروستیو پرمختګونو او نورو اړوند مسائلو په اړه له پخواني ولسمشر حامد کرزي او ګلبدین حکمتیار سره وکتل.

ارګ ویل چې د دغه لیدنې هدف په کور دننه د سولې په اړه د سیاسي اجماع پیاوړي کول وو.

خو د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار په ننني کنفرانس کې وویل که چیري افغان حکومت د پرېکړو په اړه یوه واحده اجماع رامنځته نکړي، سیاسي حزبونه به خپله پرېکړه وکړي.

ښاغلي حکمتیار پر وسله والو طالبانو هم غږ وکړ چې د زور او جګړې پر ځای سولې ته لومړیتوب ورکړي.

د نوموړي په وینا د طالبانو لخوا په زور سره د واک تر لاسه کول به نورې ستونزې رامنځته کړي.

XS
SM
MD
LG