د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې پر خبریالانو د بریدونو په اړه د برتانیې او کاناډا اندېښنه


په دغه ګډ بیان کې راغلي چې په افغانستان کې د جګړې ټولې ښکېلې خواوې اخلاقي مسولیت لري ترڅو سولې ته د ژمنتیا په خاطر تاوتریخوالی پای ته ورسوي.
په دغه ګډ بیان کې راغلي چې په افغانستان کې د جګړې ټولې ښکېلې خواوې اخلاقي مسولیت لري ترڅو سولې ته د ژمنتیا په خاطر تاوتریخوالی پای ته ورسوي.

برتانیې او کاناډا په افغانستان کې د خبریالانو، مدني ټولنې فعالینو او دولتي کارکوونکو په هدفي وژنو اندېښنه ښودلې او دا یې د بیان د ازادۍ په وړاندې خنډ بللی دی.

په کابل کې د برتانیې او کاناډا سفارتونو نن چهارشنبه جنورۍ ۲۷ (سلواغې اتمه) په یوې ګډې اعلامیې کې ویلي چې له تیر یو کال راهیسې په افغانستان کې خبریالان د مخ په زیاتېدونکي تاوتریخوالي له لوړې کچې سره مخامخ دي.

په اعلامیه کې راغلي: "د رسنیو غړي، د بشري حقونو فعالین او د مدني ټولنې نور مهم غړي په هدفي بریدونو کې ګواښل شوي، ټپیان او یا وژل شوي چې اکثره دغه بریدونه طالبانو او یا د هغوی اړوند کسانو پورې تړلی شو".

برتانیې او کاناډا په دغه بیان کې پر خبریالانو او د مدني ټولنې پر غړو هدفي بریدونه په کلکه غندلي او په اړه یې د شفافو او هراړخیزو پلټنو غوښتنه کړې ده.

همداشان دغو سفارتونو د طالبانو په ګډون د ټولو ښکیلو خواو څخه غوښتي چې پر خبریالانو، د مدني ټولنې غړو او دولتي کارکوونکو باندې هدفي بریدونه په څرګنده توګه وغندي "موږ دغه راز له خبریالانو او د رسنیو د ازادۍ د ملاتړ په برخه کې د ټولو اړخونو له لوري د لا زیات ملاتړ غوښتونکي یو".

په دغه ګډ بیان کې راغلي چې په افغانستان کې د جګړې ټولې ښکېلې خواوې اخلاقي مسولیت لري ترڅو سولې ته د ژمنتیا په خاطر تاوتریخوالی پای ته ورسوي.

برتانیې او کاناډا ټینګار کړی چې د خبریالانو د خوندیتوب او د رسنیو له پراخې فضا څخه د دفاع په برخه کې له افغانستان سره خپلو ګډو همکاریو ته دوام ورکوي.

په کابل کې د امریکا سفارت د برتانیې او کاناډا له ګډې اعلامیې څخه ننګه کړې او په افغانستان کې د خبریالانو، بشري حقونو او مدني ټولنې د فعالینو په وړاندې تاوتریخوالی او ګواښونه یې غندلي دي.

کابل کې د امریکا د سفارت شارژدافیر راس ویلسن په خپل ټویټر کې لیکلي: "دا په ډموکراسۍ، شفافیت او عدالت بریدونه دي. موږ د سولې د خبرو د ټولو ښکېلو خواو له خوا د دا ډول تاوتریخوالي د غندلو له غوښتنې سره یوځای کېږو او د پای ته رسولو لپاره یې هڅې کوو..".

پر خبریالانو د هدفي بریدونو په تړاو دا اندېښنې وروسته له هغې مطرح کېږي چې د افغانستان له ازادو رسنیو څخه د ملاتړ ادارې د راپور په اساس په ۲۰۲۰ کې په افغانستان کې ۱۱ خبریالان وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.

دغې ادارې همداشان ویلي چې په دغه کال کې یو شمیر افغان خبریالان د امنیتي اندېښنو له کبله د دندې پرېښودو او بهر ته په تلو اړ شوي دي.

XS
SM
MD
LG