د لاس رسي وړ اتصالات

د امنیتي ستونزو له امله یو شمېر خبریالان له هیواد نه وتلي ـ نۍ


روانه میاشت د افغانستان د ملي امنیت عمومي رئیس وویل چې پر څو تنو خبریالانو یې وسله وال بریدونه خنثی کړي دی.
روانه میاشت د افغانستان د ملي امنیت عمومي رئیس وویل چې پر څو تنو خبریالانو یې وسله وال بریدونه خنثی کړي دی.

په افغانستان کې له ازادو رسنیو څخه د ملاتړ بنسټ (نۍ) وايي د امنیتي ستونزو له امله یو شمېر افغان خبریالان له هیواد څخه وتلي دي.

یادې ادارې نن دوشنبه جنورۍ ۲۵(سلواغې شپږمه) پر افغان امنیتي ارګانونو غږ کړی چې امنیت ټينګ کړی چې خبریالان ولاړ نشي.

په اعلامیه کې راغلي: "د هیواد یوشمېر خبریالانو د امنیت نشتوالي او دا چې ونه وژل شي له وېري هیواد پریښی دی، خبریالان خبریالانې چې له هیواد څخه وتلي دي، ټول په یوه غږ وايي چې ژوند یې په خطر کې و."

نۍ په نننۍ اعلایمه کې ویلي چې په تیرو څو میاشتو کې د رسنیو ۱۰کار کوونکي په هدفمندانه ډول وژل شوي چې په وینا یې دغه مسئله په رسنیو کې د وېرې لامل شوې ده.

نۍ وايي که دغه لړۍ دوام پیدا کړي په هیواد کې به د بیان ازادي ته لوی زیان ورسیږي.

یاد بنسټ پر امنیتي مسؤلینو غږ کړی چې د خبریالانو امنیت ته توجه زیاته کړي چې په وینا یې که دا کار وشي هیڅ یو خبریال به له هیواد څخه ولاړ نشي.

افغان امنیتي چارواکو تر دې مخکې هم د خبریالانو د امنیت ټينګولو په اړه ډاډ ورکړی دی.

روانه میاشت د افغانستان د ملي امنیت عمومي رئیس وویل چې پر څو تنو خبریالانو یې وسله وال بریدونه خنثی کړي دی.

دا په داسې حال کې ده چې په تیرو شااوخوا درې میاشتو په کابل، هلمند، غزني، ننګرهار او غور کې پنځه افغان خبریالان په ماین چاودنو او هدفي ډزو کې ووژل شول.

تر دا مهاله د خبریالانو د ترور مسؤلیت هېچا نه دی منلی.

که څه هم افغان چارواکي وايي، په یادو پېښو کې وسله وال طالبان لاس لري، خو وسله والو طالبانو ویلي چې پر خبریالانو بریدونه د دوی کار نه دی.

XS
SM
MD
LG