د لاس رسي وړ اتصالات

ورزش که حمام - د خپګان ورکولو لپاره کوم ښه دی؟


د یوې نوې ترسره شوې څیړنې نتیجه ښیي چې د سانتیگراد په ۴٠ درجو گرمو اوبو کې د ٣٠ دقیقو لپاره حمام یا لمبیدل هماغمره گټور دي لکه فزیکي تمرینونه چې اثر کوي.

د جرمني د فرایبورگ پوهنتون پوهانو پر خپگان اخته ۴٠ ناروغان په دوو جلا ډلو کې څو اونۍ تر نظر لاندې ونیول. لومړنۍ ډلې یې په اونۍ کې دوه ځلې د گرمو اوبو حمام کاوه او دوهمې ډلې په اونۍ کې دوه ځلې د ۴٠ نه تر ۴٥ دقیقو پورې فزیکي تمرینونه کول.

د دوو میاشتو په تیریدو سره د دوی روغتیایي حالت وڅیړل شو، هغوی چې گرم حمام یې کړی و د هغو کسانو په پرتله چې بدني تمرینونه یې کړي وو ښه نتایج درلودل. ددې څیړنې په نتیجو کې چې د روغتیا په ژورنال کې خپرې شوي راغلي دي چې "په گرمو اوبو کې لمبیدل یواځې په دوو اونیو کې په چټکه د خپگان علایم له منځه یووړل".

پدې کې شک نشته چې فزیکي تمرینونه د خپگان د اعراضو د له منځه وړلو تر څنگ د بدن پر نورو غړو او سیستم باندې هم مثبت اثر لري، خو په گرمو اوبو لامبا هغو کسانو ته د خپگان د قابو کولو ښه لار ده چې د فزیکي ستونزو په وجه بدني تمرینونه نشي کولای. ددې څیړنې موندنې ښیي چې په گرمو اوبو کې د اوږد وخت لپاره لمبیدل د ناروغانو د روحي حالت د ښه کیدو سبب کیږي.

د مخه هم څیړنو ښودلې وه چې بستر ته له تللو دمخه په گرمو اوبو لامبا په جلد کې د وینې جریان زیاتوي او د بدن اضافي حرارت راکموي چې دغه د خوب د ښه کیدو سبب کیږي. د بیدیدو ستونزې د خپگان په گډون د روحي ناروغیو عوامل دي.

یو شمیر پوهان د خوب پر کیفیت باندې د گرم حمام تاثیر ته په اشارې استدلال کوي چې پدغه نوې څیړنه کې هم کیدای شي د خوب د کیفیت ښه والی ددې سبب شوی وي چې د ناروغانو د خپگان کچه راکمه شي.

خپگان د روحي روغتیا یو پیچلی او مشکل حالت دی چې د روغتیا د نړیوال سازمان د شمیرو له مخې په نړۍ کې څه دپاسه ٣٠٠ میلیونه خلک پرې اخته دي. د اټکل له مخې یواځې په امریکا کې شاوخوا ١۴،٨ میلیونه امریکایان د خپگان په ناروغۍ مبتلا دي.

د نارینو په پرتله ښځې زیاتې د خپگان نه رنځیږي او رواني حالت له دې سره چې د نورو ناروغیو د رامنځ ته کیدو سبب کیږي د سختوالي په صورت کې حتی ناروغ شخص ځان وژنې ته اړ کیږي.

د خپگان درملنه هم ددې ناروغۍ په څیر ډیره پیچلې ده چې رواني مشورې او درمل او یا هم د دواړو ترکیب په کې شامل دی.

XS
SM
MD
LG