د لاس رسي وړ اتصالات

په اروپا کې د کډوالو کړکیچ بشري ناورین که سیاسي مسئله


سږکال پولیس د سربستان او هنگري په پولې باندې څه د پاسه ١۴٠.٠٠٠ کډوال نیولي دي.
سږکال پولیس د سربستان او هنگري په پولې باندې څه د پاسه ١۴٠.٠٠٠ کډوال نیولي دي.

په سلگونه زره کډوال د ختیځې او لویدیځې اروپا مختلفو هیوادونو ته رسیدلي دي، خو ټول اروپایي هیوادونه دې کډوالو ته په یو نظر نه گوري.

د حل لاره او یا د یوې پالیسۍ د غوره کولو د پاره، بریتانیې، فرانسې او جرمني د اروپایي ټولنې د کورنیو چارو او د عدلیې د چارو د وزیرانو گډ کنفرانس راغوښتی دی.

په هنگري کې یو شمیر ځوانان هڅه کوي چې د کمپ څخه وتښتي. دوی نه غواړي په هنگري کې ثبت او راجستر شي. د تلویزون تصویرونه ښيي چې ځیني ځوانان له اغزونو مزو نه اوړي او د سړک بلې غاړې ته منډې وهي،ځینې دومره نیکمرغه نه یي او ونیول شي، او وروسته هغوی هم ونیول شول چې تښتېدلي وو.

د کډوالۍ د برخې یو رضا کار مرسته کوونکی مارک کیکسي وايي داسې حالت کله لیدلی نه و.

مارک کیکسي وايي "زه فکر نکوم چې ډیر خلک به د کمپ څخه تښتي. خو هغه څه چې یقیني دي هغه دا دي چې کډوال په هنگري کې د گوتو د نښان د اخیستو نه ویره لري ځکه چې هغوی پوهیږي، که د گوتو نښان یې واخیستل شي د لویدیځي اروپا هېوادونه کولی شي چې بیا هغوی بېرته هنگري ته و استوي."

له یونان او ختیځې اروپا نه نیولې بیا تر جرمني او بریتانیې پوري په هر هیواد کې لسگونه زره کډوال په لارو او کمپونو کې لیدل کیږي.

اروپایي مشران نه سره جوړیږي چې ددې خلکو سره څه وکړي؟

حتي په دې هم بحث کیږي چې دا کډوال باید څه وبلل شي؟ کډوال، مهاجر، پناه غوښتونکي، اقتصادي کډوال، جنگ ځپلي کډوال او که غیرقانوني اوسیدونکي؟ دا هر ټکی د اروپا په قوانینو کې بیل امتیازات او مجازات لري.

ماشوم کډوال

بل خوا د اتریش پولیسو نن وویل هغوی ۲۶ کسان چې درې ماشومان هم په کې وو، له یو موټر نه په داسي حال کې وژغورل چې د ماشومانو د بدن مایعات یې کم شوي وو او نژدې وه چې مړه شي.

په دې موټر کې چې د جمعې په ورځ د اتریش د پولیسو له خوا ودرول شو، د سورېې، افغانستان او بنگله دیش کډوال سپاره وو.
د اتریش د پولیسو ویاند دیوید فورتنیر وایي اوس د ماشومانو روغتیا ښه ده"د ټولو روغتیايي وضعیت د اندیښنې وړ و. درې ماشومان په تیره په بد ضعیت کې و. دوه تنه ماشومان یو کلن وو او درېیم یې پنځه کلن و. مسلکي مرستو ته اړتیا وه او پولیسو سره صلیب ته اطلاع ورکړله."

د هنګري شرمناکه پالیسي

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر لورن فبیوس د یکشنبې په ورځ په ختیځې اروپا او په خاصه توگه په هنگري تور ولگوو چې د کډوالو په وړاندې د شرمناکې پالیسۍ څخه کار اخلي چې د اروپايي اتحادیې د ارښتونو خلاف دی.

ځیني اروپایي هیوادونه ددې اتحادیي د وړاندیز په مقابل کې مقاومت کوي چې وایي د دې کړکیچ په وړاندې باید په یو مشترک پلان باندې موافقه وکړي.

د بریتانیې د کورنیو چارو وزېرې تیریسا مې وویل د اروپا د کډوالو سیستم خراب شوی.

میرمن مې د کډوالو د کړکیچ د زیاتیدو پړه د اروپا په بې سرحده سیستم واچوله او د اروپایي اتحادیې نه یې وغوښتل چې په ازاده تگ راتگ کلک قوانین نافذ کړي.

دا چې اروپايي ټولنه خپلې تګلارې بدلوي کنه، خو، یوه خبره روښانه ده چې د منځني ختیځ، افریقا او اسیا څخه زرگونه انسانان د اروپا په لور روان دي.

د کډوالو د دفتر د جمعې د ورځې اطلاعات ښیي چې په اگست میاشت کې ٣٨.٩١٢ په هنگري کې د پناه غوښتنه کړې ده او په جون میاشت کې دا شمیره ١٦.٥٧٨تنو ته ورسېدله.

سږکال پولیس د صربیا او هنگري په پولیو څه باندې ١۴٠.٠٠٠ کډوال نیولي دي.

XS
SM
MD
LG