د لاس رسي وړ اتصالات

د بشري حقونو څار د سولې په بهیر کې د ښځو په اغیزمنې ونډې ټینګار کړی


د بشري حقونو د څار نړیوال بنسټ وايي چې د ملګرو ملتونو تر نظارت لاندې باید افغان میرمنې د افغانستان د دولت د مقاماتو، سیاسي مشرانو او طالبانو ترمنځ مذاکراتو کې بشپړه ونډه ولري.

د دغه بنسټ په وینا په افغانستان کې د بشري حقونو مدافعین اندېښنه لري چې د استانبول په مذاکراتو کې چې ټاکل شوې د اپریل په ۱۶مه جوړه شي، د ښځو سازمانونه او د جګړې قربانیان له پامه وغورځول شي.

د بشري حقونو د څار د نړیوال بنسټ د ښځو د حقونو د څانګې موقتي مدیرې هیتر بار د چهارشنبې په ورځ د اپریل په اومه (وري ۱۸) وویل: "د افغانستان د کنفرانس د کوربه په توګه ملګري ملتونه باید ډاډ ترلاسه کړي چې ښځې په اصلي مذاکراتو کې ګډون کوي. د ملګرو ملتونو مقامات دې څرګنده کړي چې ښځې باید په جانبي بحثونو کې بوختې نشي، بلکې د افغانستان د راتلونکي د ټاکلو لپاره اساسي رول ته اړتیا لري".

اغلې بار د ملګرو ملتونو د سرمنشي، مرستیال، د سرمنشي د ځانګړي استازي او په افغانستان کې د یوناما د مشرې په ګډون د دغه سازمان له جیګپوړو مقاماتو څخه غوښتي چې د سولې په بهیر کې ښځو ته د پراخې ونډې ورکولو ژمنه وکړي.

دغه سازمان همداشان ټینګار کړی چې د امریکا متحده ایالات د استانبول په مذاکراتو کې د ښځو د ګډون د پیاوړتیا په برخه کې مهم رول لوبوي.

اغلې بار ویلي: "که د افغانستان حکومت ښځې د سولې له مذاکراتو څخه بهر کړي، امریکا باید چوپه پاتې نشي ځکه چې د جو بایډن د دولت لپاره دا ډېره څرګنده ده چې د افغانستان ښځې باید په ټولو مذاکراتو کې ګډون وکړي او د ښځو حقونه د معاملې لپاره نه دي".

د بشري حقونو د څار نړیوال بنسټ د مسکو په غونډه کې چې د مارچ په اتلسمه جوړه شوه د یوې ښځې ګډون او د افغانستان د دولت د سولې په مرکچي پلاوي کې د څلورو ښځو حضور په یو ډول د بشري حقونو نقض بللی دی.

تیره ورځ د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مشرې شهرزاد اکبر هم د ترکیې په غونډه کې د افغان میرمنو او د مدني ټولنې استازو ته په ټیټه کچه د ونډې په ورکولو هم انتقاد وکړ او وې ویل چې ښځو ته د لږې ونډې ورکول د نه منلو وړ ده.

د اغلې اکبر په وینا د سولې په مذاکراتو کې د نارینه سیاسي مشرانو ګډون د بریا یوازینی فورمول نه دی.

افغان چارواکو تراوسه په دې اړه غبرګون نه دی خو له دې وړاندې یې تل ټینګار کړی چې د سولې په مذاکراتو کې به د ښځو په حقونو او د کابو دوو لسیزو په لاسته راوړنو معامله ونشي.

XS
SM
MD
LG