د لاس رسي وړ اتصالات

د هند مشهورو هنرمندانو او څېرو دیوالي جشن ولمانځه


دیوالي دهندوانو مذهبي جشن دی
دیوالي دهندوانو مذهبي جشن دی

د هند د ممبۍ په ښار کې د هند یو شمېر وتليو سینمايي ستوریو، لوبغاړو او نورو مخکښو څېرو د دیوالي جشن په ګډه ولمانځه.

په دغو مخکښو څېرو کې د بالیووډ ځینو مشهورو ستورو امیتاب بچن، شاه رخ خان، انوشکا شرما، اکشی کمار هم برخه اخیستې وه.

دیوالي د هندوانو مذهبي جشن دی. هندوان باور لري چې په دې ورځ د دوې خدای رام ستر شیطان راون ته ماتې ورکړه او په همدې ورځ بېرته د خپلې زېږېدو ښار ایودهاته راوګرځېده.

په هند کې خلک په دې ورځ خپل کورونه په رڼاګاڼو او څراغونو ښکلي کوي او په خپلو منځو کې سره خواږه وېشي.

هندوان هرکال دا جشن لمانځي.

XS
SM
MD
LG