د لاس رسي وړ اتصالات

د هند افراطي ګوند پر حجاب اغوستلو د بندیز غوښتنه وکړه


د شیو سینا ګوند وايي د حجاب پر اغوستلو بندیز ښايي د امنیتي ګواښونو په کمولو کې مرسته وکړي
د شیو سینا ګوند وايي د حجاب پر اغوستلو بندیز ښايي د امنیتي ګواښونو په کمولو کې مرسته وکړي

په هند کې یوې افراطي ډلې غوښتنه کړې ده چې باید ښځې د حجاب ( هغه چې مخونه پټوي) له اغوستلو منع کړل شي.

دغه ډله وايي شاید دا کار د امنیتي ګواښونو په کمولو کې مرسته وکړي.

دا غوښتنه ملتپاله ګوند شیو سینا کړې چې د واګمن ګوند بهارتیا جنتا متحد دی. د دغه ګوند یو چارواکي سنجي رات ویلي دي چې د دوی دا غوښتنه کومه سیاسي او مذهبي انګیزه نلري.

نوموړي وویل "دا د هېواد یوه امنیتي مسئله ده... په هند کې د هر دین او هرې طبقي خلک باید ملي امنیت ته درنای وکړي او د حکومت خبره ومني."

د شیو سینا ګوند دغې غوښتنې یو شمېر مسلمانان راپارولي دي. په هند کې ډېرې مسلمانې ښځې حجاب کوي او مخونه پټوي. د مسلمانو ټولنو ځینو مشرانو ویلي دي چې پر حجاب بندیز د مدني ازادیو خلاف کار دی.

د ښځو د حقونو یوې فعالې زینت شوکت علي په هند کې د حجاب تاریخ ته په کتو ویلي دي چې حکومت باید د ښاریانو د لباس په اغوستلو او انتخاب کې مداخله ونکړي.

ځنیو نورو فعالانو بیا ویلي دي چې د ښځو پر حجابونو بندیز له ترهګرۍ سره مبارزه نه ده. په هند کې د مسلمانانو یو مشر اسدالدین اویسي ویلي "له ترهګرۍ سره په جنګ کې باید له ترهګر فکر سره مبارزه وشي... که له ترهګرۍ سره مبارزه غواړی، د خلکو په لباسونو کې مداخله مکوئ."

په هند کې دا غوښتنه له هغې وروسته کیږي چې سرېلنکا له ځینو ترهګریزو بریدونو وروسته د ښځو د حجاب پر اغوستلو بندیز ولګوه. سرېلانکا وایي دا کار د امنیتي ګواښونو په کمولو کې اغیزناک پریوتی شي.

XS
SM
MD
LG