د لاس رسي وړ اتصالات

پر اې پي ایل د ځينو ملي لوبغاړو نیوکې


د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې تیز بالر شاه پور ځدراڼ او د ملي لوبډلې بېټسمین نورعلي ځدراڼ د افغانستان د غوره لیګ یا اې پي ایل په بولۍ کې د هغوی په نه اخېستو سختې نېوکې کړي دي او د کرکټ بورډ اداره یې ګرمه کړې ده چې له ځینو لوبغاړو سره توپيري چلند کوي.

د افغانستان کرکټ بورډ وړمه ورځ په دوبۍ کې د اې پي ایل پنځو لوبډلو ته بولۍ ووهلې چې پکې د افغان لوبغاړو ترڅنګ یو شمېر بهرني لوبغاړي هم دغه شل اوریز لیګ ته واخیستل شول.

شاپور ځدراڼ چې د ملي لوبډلې تیز کیڼ لاسی بالر دی په خپل فیس بوک پاڼې لیکلي، چې ولې اې پي ایل کې ندی اخیستل شوی، هغه د ځان او د یو شمیر نورو لوبغاړو لپاره د کرکټ بورډ چلند توپیري بللی دی.

هغه دا هم ویلي چې د کرکټ هر فارمټ ته تیار دی او هیڅ ټپي ندی.

د شاپور ځدراڼ په څېر د افغانستان ملي لوبډلې یوه بل د پيل بېټسمین لوبغاړي نور علي ځدراڼ هم نیوکې کړي دي. ځدراڼ ویلي چې یو لړ رازونه به افشاء کړي.

بله خوا د افغانستان کریکټ بورډ وايي چې په دې کار کې دوی مداخله نشوه کولی.

د یاد بورډ ویاند فرید هوتک وايي "کریکټ بورډ د لوبغاړو نومونه (پرته له دولت ځدراڼ او وفادار مومند څخه) خرڅلاو ته اچولي ول خو د لوبډلو مسولینو د دوی اخیستلو ته زړه ښه نکړ."

له دې مخکې افغانستان ایرلنډ سره شل اورېزې سیالیۍ درلودې خو شاه پور ځدراڼ او نور علی ځدراڼ ته پکې چانس نه و ورکړل شوی.

کرکټ بورد وايی چې شاه پور ځدراڼ ټپي و خو د نور علي ځدراڼ په اړه څه نه وایي.

دغو دوو لوبغاړو ته آسیا جام کې هم د ګډون چانس نه دی ورکړل شوی.

د آسیا را روان جام کې افغانستان تېزو توپ اچونکو ته اړتیا لري. دا په داسې حال کې ده چې وفادار مومند یو بل افغان تېز توپ اچونکی هم د صحي ستونزو له امله یادو سیالیو کې ګډون نشي کولی.

د کرکټ پوهانو په آند سره له دې چې په ځینو لوبغاړو کې ستونزې شته خو د کرکټ بورډ له خوا بیا د ځینو لوبغاړو سره سم چلند نکېږي او دا کار د هغوی د ودې مخه نیسي.

XS
SM
MD
LG