په هند کې چارواکي وایي چې د هند د ښځو د کرکټ د لوبډلې د کپتانې هرمن پریت کور د پوهنتون سند جعلي دی او هغه یې د پولیس د دندې نه لیرې کړیده.
د هند دښځو د کرکټ ټیم کپتانې هرمن پریت کور د پوهنتون سند چې د هغې په اساس ورته په پولیسو کې لوړ منصب ورکړل شوی و، جعلې وخته او هغه یې اوس د پولیس د افسرۍ د دندې نه لیرې کړه او عادي پولیسه یې وگمارله.
سرچینې وایي چې پریت کور د پنجاب پولیس ته د چوهدري چرن سنگ د پوهنتون نه د فراغت جعلي سند وړاندې کړی و. پولیس مشرانو د اپریل په میاشت کې د هغې د پوهنتون نه تحقیقات وکړل نو هغوي ورته دا تایئد کړه چې د پریت کور سند جعلی دی.
پریت کور د هند د شل اوریزو مسابقو لپاره د لوبډلې کپتانه ده.