د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان سره سرحد کې د ایران د انقلابي ګارد غړي وژل شوي


د برید مسولیت لا کومې ډلې نه دی منلی
د برید مسولیت لا کومې ډلې نه دی منلی

د ایران د سیستان او بلوچستان په ایالت کې د ایران د انقلابي ګارد پر غړو وسله وال برید شوی دی.

د ایران دولتي تلویزون وايي چې په برید کې د ایران د انقلابي ګارد دوه غړي وژل شوي دي او دوه نور ژوبل دي. برید د پاکستان سره سرحد ته نژدې شوی دی.

اسوشیتډپرس د ایران د دولتي تلویزون په حواله ویلي دي چې برید ترهګرو کړی دی خو د کومې ډلې نوم یې نه دی اخیستی. برید د شنبې په ورځ (جولاۍ۲۰) ناوخته د څاروان په سیمه کې شوی دی.

د فرانسې خبري اژانس بیا وايي چې په وژل شویو کسانو کې یې یو د انقلابي ګارد غړی محسن نقیبي او بل یې د بسیج په نامه د یوې سیمه ایزې ملېشې ډلې غړی عبدالخالق دیرازهي دي.

د ایران د سیستان او بلوچستان په ایالت کې تر دې مخکې هم وسله وال بریدونه شوي دي چې علت یې مذهبي خشونت او د نشه يي توکو د قاچاقبران یاد شوي دي.

د ۲۰۱۹ کال د فبرورۍ په میاشت کې د ایران د انقلابي ګارد پر یو ګاډي ځانمرګی برید وشو او لږ تر لږه ۲۷ تنه یې ووژل. د برید مسولیت له القاعده ډلې سره د تړلیو اورپکو په غاړه واخیست.

XS
SM
MD
LG