د لاس رسي وړ اتصالات

سعودي: 'سیمه ایزو گواښونو ته به سمدستي ځواب وایو'


د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان ویلي چې ریاض جگړه نه غواړي، خو د هغه په وینا د سعودي د خلکو او حیاتي گټو ته هر ډول گواښ ته به سمدستي ځواب وایي.

محمد بن سلمان د الشرق الاوسط ورځپاڼې سره په مرکه کې چې نن یکشنبې (غبرگولي ٢٦) خپره شوې په ایران تور لګولی چې په سیمه کې امنیتي ګواښونه پیدا کوي.

د سعودي ولیعهد پدغه مرکه کې وویل چې ایران د عمان په بحیره کې د تیلو پر ټانکرونو په وروستي برید کې لاس درلود.

ایران همداشان د می د میاشتې د ١٢ په بریدونو هم تورن شوی دی چې په کې د عربي متحده اماراتو په سواحلو کې د تیلو څلور ټانکرونه په نښه شوي وو. ددغو ټانکرونو څخه دوه یې د سعودي عربستان وو.

د امریکا متحده ایالاتو هم څو ورځې مخکې ایران د هرمز په تنگي کې د تیلو پر ټانکرونو باندې پر بریدونو تورن کړ او دغه بریدونه یې په سیمه کې د کړکیچ د پراخولو لپاره د هغه هیواد یو کمپاین وباله.

د امریکا متحده ایالاتو ایران پدې تورن کړی چې د تیلو پر ټانکرونو باندې د برید لپاره له ماینونو څخه کار اخلي.

پدې اړوند یوه توره او سپینه ویدیو خپره شوی چې د امریکایي مقاماتو په ونیا په کې د سپاه پاسداران غړي یو ناچاودیدلی ماین یو جاپاني ټانکر ته نژدې راباسي.

ایران د امریکا ادعاوی رد کړي او ویلي یې دي چې د هرمز د تنگي د امنیت لپاره مثبت رول لوبوي.

سعودي عربستان همداشان ایران په یمن کې د حوثي یاغیانو په ملاتړ تورنوي. حوثي یاغیانو د سعودي عربستان پر یو هوایي ډگر باندې د تیرې اونۍ د ډرون برید مسؤلیت منلی دی. د ابها ښار په هوایي ډگر باندې په برید کې ٢٦ تنه ټپیان شوي وو.

مصر هم د سعودي عربستان پر دوو هوایي ډگرونو باندې د حوثي یاغیانو بریدونه سخت غندلي دي. د مصر د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې دغه بریدونه "بې شرمه تعرض" گڼل شوی دی.

له بلې خوا د نړۍ د کاتولیکانو مذهبي مشر پاپ فرانسس نن د ایټالیا زلزله ځپلي ښار ته د سفر په ترڅ کې د منځني ختیځ په کړکیچ اندیښنه څرگنده کړه. پاپ وویل "ټولو ته بلنه ورکوي چې د دپلگواتیکو لارو چارو کار واخلي."

XS
SM
MD
LG