د لاس رسي وړ اتصالات

جرمني کې یو کس له داعش سره د فریبکارۍ په تور محکوم شو


قاضي وايي دغه سوري کډوال د داعش له مشرانو پېسې غوښتې وې

په جرمني کې یوې محکمې یو سوري کډوال له دې کبله په بند محکوم کړی چې له داعش سره یې د دوکې او فریب هڅه کړې وه.

د جرمني د ساربوخن ابتدايي محکمې ویاندې د دوشنې په ورځ ( اګست ۱۴) وویل چې دغه کس یې ځکه په دوو کلونو بند محکوم کړ چې داعش ته یې خپل ځان د هغوی غړی ښودلی و او هڅه یې کړې وه چې له هغوې ۲۱۲۴۰۰ ډالر ترلاسه کړي.

۳۹ کلن سوریايي کډوال سلمان یا د وېښتو جوړوونکی او نوم یې حسن د سوریې د دمشق اوسېدونکی ښودل شوی دی.

محکمه وايي هغه د داعش ډلې څخه د ترهګریزو فعالیتونو په پلمه پېسې غوښتې وې او ورته یې ویلي وو چې په جرمني کې به د دغې ترهګرې ډلې په استازیتوب بریدونه کوي. داعش تراوسه هغه ته پېسې نه وې استولې.

محکمې د څارنوال دا ادعا ونه منله چې ګنې محکوم د ترهګرو د یو سازمان په استازیتوب د بریدونو د پلان جوړونې هڅه کړې وه. د قضیې څارنوال وايی چې هغه لوی جرم کړی دی خو مدافع وکیل یې د محکمې پرېکړه نه ده منلې او د استیناف غوښتنه یې کړې ده.

د جرمني پولیسو دا هم نه دي ویلي چې ښاغلي حسن له داعش ډلې سره په کوم ځای کې او څنګه تماس نیولی دی، خو په تېر کې یو شمېر مشکوک کسان چې له داعش سره د اړیکو په تور نیول شوي، د انټرنټ له لارې له دغې ډلې سره تماسونه نیولي وو.

XS
SM
MD
LG