د لاس رسي وړ اتصالات

د داعش د پلازمینې د پوره نیولو عملیات پیلیږي


داعش په ۲۰۱۴ کال په عراق او سوریې کې خپل خلافت اعلان کړ
داعش په ۲۰۱۴ کال په عراق او سوریې کې خپل خلافت اعلان کړ

د امریکا له مرستو د برخمنو ځواکونو قومندان وايي په سوریه کې به د داعش د دفاع په ورووستي مورچل اخري عملیات د یکشنبې په ماښام - اکتوبر۸- پیلوي.

د عراق په موصل کې له ماتې ورسته دغه جګړه ماران د سوریې په رقه ښار کې راټول شول، که دلته هم ماتې وخوري، دا به د داعش پر ضد روانو عملیاتو کې د ایتلافي ځواکونو لپاره یو بل لوی بری وي.

په همدې حال کې د سوریې د ډیموکراتیکو ځواکونو ویاند جیهان شیخ احمد په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې ژر به د رقه پاتې سیمې هم له داعش څخه پاکې شي، دا مهال د شیخ احمد په خبره د رقه ۸۵ فیصده له داعشیانو پاکه شوې ده.

د داعش پر ضد د جنګېدونکې ډلې قومندان وايي په راقه کې به د داعشیانو پر ضد عملیات تر ډېره د ښار په شمال کې د یو ورزشي لوبغالي په نیولو ورټول وي.

نوموړي وویل د داعش جګړه ماران په همدغه میدان کې راټول شوي دي، چې په خبره یې هغوې به مقاومت کوي خو یا به تسلمیږي او یا به وژل کیږي.

رویټرز وايي داعش په سوریه کې رقه خپل مرکز اعلان کړ چې له همدې ځای څخه یې د سوریې او عراق په نورو برخو کې خپلې ترهګریزې چارې تنظیمولې. په رقه کې د داعش خلافت په یو ورزشي لوبغالي، ملي روغتون او شاوخوا ځینو ور څېرمه سیمو ورټول شوی دی.

دغه قومندان وویل پلان شوي عملیات به ښايي یوه اونۍ ونیسي. په سیمه کې خال خال ډزې اورېدل کیږي او د ایتلاف جټ الوتکې په هوا کې ګرځي راګرځي او په وروستیو کې ورځو کې ښه ډېره بمباري هم شوې ده.

داعش په ۲۰۱۴ کال کې په عراق او سوریې کې خپل خلافت اعلان کړ چې په میلیونونو خلکو یې واکمني وکړه. په دغې مودې کې یې تر خپلې ولکې لاندې سیمو کې د خپل متشدد نظر په اساس اسلامي احکام په خلکو پلي کړل. داعش له شاوخوا دریو کلونو راهېسې په رقه واکمن و.

خو د امریکا په مشرۍ د ایتلاف ځواکونو یې پر ضد عملیات پیل کړل چې په عراق کې یې هم وځپل او دا لړۍ اوس د داعش وروستي مورچل رقه ته هم ورسېده. په دغو عملیاتو کې امریکا او ایتلافیان یې د داعش ضد ځواکونو ننګه کوي.

XS
SM
MD
LG