د لاس رسي وړ اتصالات

اردوغان د بیت المقدس په اړه د خبرو لپاره ایټالیې ته تللی


د ترکیې ولسمشر طیب اردوغان د یکشنبې په ورځ ایټالیې ته په سفر تللی دی. هغه به په دغه سفر کې د عیسویانو د مذهبي مشر پوپ فراسز سره ملاقات کوي او د بیت المقدس په هکله به ورسره خبرې کوي.

په بیت المقدس کې یهود، مسلمانان او عیسویان اوسېږي او دغو ټولو ته یوه مقدسه سیمه ده. د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ فیصلې چې بیت المقدس یې د اسرایلو د پلازمینې په توگه وپیژنده، مسلمانان ناراضه کړیدي. د امریکا متحدینو هم د ولسمشر ټرمپ په دغه فیصله اندیښنه څرگنده کړیده او وایي چې دغه به په منځني ختیځ کې سولې ته تاوان ورسوي.

د ترکیې ولسمشر په ٢٠١٥ کال کې د پوپ هغې وینا ته چې وې ویل په ١٩١٥ کال کې د یو نیم ملیونو ارمینینانو نسل وژنه شویده، سخت عکس العمل ښودلی و. ترکیې مدام د ارمینینانو د نسل وژنې نه انکار کړیدی.

ښاغلي طیب اردوغان او پوپ فرانسز دواړه پدې نظر دي چې د بیت المقدس د اسرایلو د پلازمنیې په توگه پیژندل سمه پریکړه نده. دغو دواړو مشرانو د دسمبر په میاشت کې په دې هکله په ټیلفون خبرې هم کړې وې.

ایټالیې ته د سفر نه مخکې ښاغلي اردوغان خبریالانو ته وویل چې امریکا د بیت المقدس په مسله ځان یواځي کړیدی.

XS
SM
MD
LG