د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن: د مې د میاشتې تر لومړۍ نیټې د عسکرو ایستلو پریکړه سخته ده


امریکا د طالبانو سره د سولې تړون د ۲۰۲۰ کال د فبروري په میاشت کې په دوحه کې لاسلیک کړی و.
امریکا د طالبانو سره د سولې تړون د ۲۰۲۰ کال د فبروري په میاشت کې په دوحه کې لاسلیک کړی و.

د امریکا جمهور رئیس جو بایډن وایي د طالبانو سره د سولې په تړون " ټینګ مذاکرات" نه وو شوي.

پدې تړون کې چې امریکا د طالبانو سره د ۲۰۲۰ کال د فبروري په میاشت کې په قطر کې لاسلیک کړ، موافقه شوې وه چې د ۲۰۲۱ کال د مې د میاشتې تر پایه به ټول امریکایي عسکر د افغانستان نه وځي.

جمهور رئیس بایډن د اې بي سي امریکایي تلویزیون سره په مرکې کې چې نن چارشنبه، مارچ ۱۷ (کب۲۷) خپره شوه، ویلي چې دا به د امریکا لپاره "سخته" وي چې د ټاکلې نیټې سره سم د افغانستان نه ټول عسکر وباسي.

خو ښاغلي بایډن زیاته کړه چې په بشپړه توګه د عسکرو ایستل به ډیر وخت ونه نیسي.

جمهور رئیس جو بایډن د مې د میاشتې د لومړې نیټې د مهلت په هکله وویل: " د متحدینو سره د عکسرو د شمیر د کمیدو په چټکوالي مشورې کوم. ښایي دا کار وشي خو سخته به وي. خو که وغځیږي هم، ډیر به اوږد نشي."

ښاغلي بایډن هم د مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ په شان ژمنه کړې چې په افغانستان کې به د امریکا تقریباً شل کلنه جګړه پای ته رسوي او شاوخوا ۲۵۰۰ امریکایي عسکر چې هلته دیره دي، بیرته هیواد ته ستانه کړي.

د ښاغلي ټرمپ پریکړې د ناټو متحدین هم حیران کړي وو ځکه چې شاوخوا ۷ زره د ناټو عسکر چې د قاطع ملاتړ په چوکاټ کې په افغانستان کې دیره دي، د امریکا د متحده ایالاتو په لوژستیکي او امنیتي ملاتړ اتکا لري.

بل پلو طالبانو خبرداری ورکړی که امریکا د دوحې د تړون له مخې خپل ټول عسکر د افغانستان نه ونه باسي، ناوړه عواقب به ولري.

جمهور رئیس جو بایډن پداسې وخت کې د افغانستان نه د عسکرو د ایستلو یا نه ایستلو په هکله پریکړه کوي چې په افغانستان کې د موقتي ادارې او سولې په هکله بحثونه تاوده شوي.

ټاکل شوې د سولې په هکله یوه نړیواله غونډه سبا پنجشبنه د کارچ ۱۸ (کب ۲۸) په روسیه کې جوړه شي.

د افغانستان د حکومت استازي نن چارشنبه مارچ، ۱۷ (کب ۲۷) پدې غونډې کې د ګډون لپاره روسیې ته روان شوي او طالبانو هم ویلي چې د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ به د هغوي استازي هم پدې غونډې کې ګډون وکړي.

همدرانګه د افغانستان د سولې په هکله بله نړیواله غونډه راتلونکې میاشت په ترکیه کې کیږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن تیره اوونۍ کانګریس ته ویلي وو چې د افغانستان د سولې په خبرو کې یوازې امریکا نه بلکې د افغانستان ګانډیان او د سیمې هیوادونه هم راګډ شوي.

XS
SM
MD
LG