د لاس رسي وړ اتصالات

بهرنیو چارو وزارت: د کابل هوایي ډګر امنیت په اړه د اردوغان خبرې ناسمې تعبیر شوي


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د کابل د هوايي ډګر د امنیت په ساتنه کې د یو شمېر نورو هېوادونو د رول په اړه د ترکیې د جمهور رئیس د څرګندونو په تړاو ناسم رپوټونه ورکړل شوي دي.

د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان دوه ورځې وړاندې وویل له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته که ترکیه د کابل د نړیوال هوايي ډګر د امنیت ساتنې مسولیت اخلي نو له پاکستان او هنګري څخه هم غواړي چې په کې ونډه واخلي.

خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد د پنجشنبې په ورځ جون ۱۷ (غبرګولي ۱۸) وویل: "د ترکیې د ولسمشر جلالتماب رجب طیب اردوغان د هغو خبرو راپورونه چې ګواکې دوی د کابل د هوايي ډګر د امنیت په ساتلو کې د کوم بل هېواد له پوځونو نه مرسته غواړي اساساً غلط تعبیر او تفسیر ترې شوی دی".

ښاغلي هېواد زیاته کړه چې په کابل او انقرې کې له ډپلوماټیکو تماسونو او د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا د ښاغلي اردوغان د وینا د متن له لوستلو دا په وضاحت څرګندېږي چې د ناټو د مشرانو د پریکړې په اساس به ترکیه سولې ته د رسېدلو لپاره د افغانستان د دفاعي او امنیتي ځواکونو تقویت او ملاتړ ته دوام ورکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل: "د ولسمشر اردوغان خبرې په دې متمرکزې دي چې د منطقې د هېوادونو، د ګاونډیو هېوادونو او په خاصه توګه د پاکستان همکاري او حمایت سولې ته د رسېدلو په لړ کې جلب کړي".

دا مهال په افغانستان کې د ترکیې شاوخوا ۵۰۰ سرتیري حضور لري.

له دې وړاندې د ناټو عمومي منشي ویلي و چې دغه سازمان به د کابل د هوايي ډګر د فعاله ساتلو لپاره بودجه برابره کړي.

XS
SM
MD
LG