د لاس رسي وړ اتصالات

خلیلزاد له افغان چارواکو سره د سولې پر راتلونکو تدابیرو غږېدلی


د افغان سولې په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په کابل کې له افغان چارواکو سره د لیدنې پر مهال د سولې د بهیر لپاره پر راتلونکو تدابیرو غږېدلی دی.

ښاغلي خلیلزاد چې سیمې ته د خپلو سفرونو تازه پړاو پیل کړی تیره ورځ یې په کابل کې له افغان جمهور رئیس محمداشرف غني او د مصالحې د عالي شورا له رئیس عبدالله عبدالله سره ګډې او جلا جلا لیدنې کړي او دواړو ته یې د سیاسي هوکړې مبارکي ویلې ده.

زلمي خلیلزاد د پنجشنبې په ورځ د مې په ۲۱مه (غبرګولي لومړۍ) په خپل ټویټر لیکلي چې په دې لیدنو کې د سیاسي هوکړې پر تطبیق هم خبرې شوې دي.

هغه ویلي: "موږ د راتلونکو تدابیرو په اړه چې د دواړو مشرانو ترمنخ د هوکړې د تطبیق لپاره ورته اړتیا ده خبرې وکړې. د سولې په برخه کې موږ هوکړه وکړه چې د تاوتریخوالي کچه خورا لوړه ده او اړتیا ده چې تول اړخونه د هغه د کمولو لپاره بیړني اقدامات وکړي".

د افغان سولې په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي همداشان ویلي چې په دې لیدنو کې د بندیانو د خوشې کولو او د بین‌الافغاني مذاکراتو د پیلولو په ګډون د امریکا-طالبانو تر منځ د سولې تړون او د افغانستان او امریکا ترمنځ د ګډې اعلامیې د نورو موادو پر بیړني تطبیق توافق شوی دی.

د افغانستان جمهوري ریاست په یو بیان کې ویلي چې په دې لیدنو کې د سولې پروسې لپاره پر راتلونکو اقداماتو خبرې شوي او د بین‌الافغاني مذاکراتو له پیلېدو څخه مخکې د اوربند یا د تاوتریخوالي پر کمولو ټینګار شوی دی.

په بیان کې د ښاغلي خلیلزاد له قوله ویل شوي چې په دې اړه به له طالبانو سره خبرې وکړي.

ارګ دغه راز ویلي چې له ښاغلي خلیلزاد سره د طالب بندیانو پر خوشې کولو هم غږېدلي دي: "څرګنده شوه چې د افغانستان حکومت او طالبان په دې برخه کې په یو واضح او معقول میکانېزم چې د دواړو لوریو د تخنیکي ټیمونو له لوري رامنځته او دواړو لوریو ته د منلو وړ وي، هوکړې ته ورسېږي".

ښاغلي خلیلزاد دغه راز د افغانستان د مصالحې د عالي شورا له رئیس عبدالله عبدالله سره ژمنه کړې چې متحده ایالات به له هغه او ټیم سره یې له نږدې کار وکړي.

ښاغلي عبدالله ویلي چې دواړو لورو سولې ته د رسېدو لپاره سیمه‌ییزه اجماع او نړیوالې همکارۍ مهمې بللي او د بین‌الافغاني مذاکراتو د پیل لپاره یې د تاوتریخوالي د کموالي او اوربند په لور د اساسي ګامونو پر پورته کولو ټینګار کړی دی.

XS
SM
MD
LG