د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو وتل د ترهګرو کامیابي ده- د ګانګرس استازې


امریکايي چارواکي وايي له افغانستان څخه یې د ځواکونو وتل پیل کړي
امریکايي چارواکي وايي له افغانستان څخه یې د ځواکونو وتل پیل کړي

په افغانستان کې د طالبانو د بریدونو له زیاتوالي‌ سربیره له دغه هېواد څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو لړۍ روانه ده.

په افغانستان کې ورستیو نا امنیو ته په کتو له دغه هېواد څخه د امریکايي ځواکونو وتلو د امریکا د استازو د خونې ځینې غړي اندېښمن کړي دي.

د امریکا د متحدو ایالتونو د استازو په خونې کې د نظامي کمېټې مشرې لیز چیني اندېښنه ښودلې ده چې ښايي له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره دا هېواد بیا د داعش او القاعده په څېر د ترهګرو ډلو په پناه ځای بدل شي او امریکا ته ستونزې جوړې کړي.

مېرمن چینې وویل: " له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل هلته جګړه نه ختموي بلکې ترهګرو ته به د کامیابۍ زمینه برابروي. "

نوموړې د اسوشیتډپرس اژانس ته په خپلې تازه مرکې کې دا اندېښنه ښودلې ده.

امریکا-طالبانو د فبرورۍ په ۲۹ نېټه په قطر کې د سولې تړون وکړ چې له مخې به یې امریکا له افغانستان څخه خپل ځواکونه وباسي.

د تړون په اساس ټاکل شوې چې د جولاۍ تر نیمایي پورې امریکا په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر ۸۶۰۰ ته راکم کړي او که تړون بشپړ عملي شي، د بل کال تر پسرلي به له افغانستان څخه د امریکا او ایتلاف ټول ځواکونه ووځي او ورسره به د امریکا په تاریخ کې د دغه هېواد تر ټولو اوږدې جګړې ختمولو ته لاره پرانیستل شي.

په همدې حال کې د امریکا د متحدو ایالتونو د دفاع وزیر مارک اسپر ویلي دي‌ چې د سولې په تړون کې د طالبانو په ژمنو باوري نه دی.

هغه څو اونۍ مخکې ویلي ‌وو چې طالبان او افغان حکومت د قطر د سولې تړون نه پلی کوي.

اخوا د امریکا د دفاع وزارت ویاند تامس کمپبل ویلي دي‌ چې په افغانستان کې د امریکا تګلاره بدله شوې نه ده او که طالبان پر افغان ځواکونو بریدونه کوي، هغوی به یې هوايي مرستو ته ور ودانګي.

د امریکا د استازو د خونې غړې لیز چیني داسې مهال دا اندېښنه ښيي چې څو ورځې مخکې په کابل کې په یو روغتون او په ننګرهار کې په یوې جنازې باندې وسله او ځانمرګی بریدونه وشول چې لسګونه ولسي خلک په کې ووژل شول.

د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا استازی زلمی خلیلزاد وايي‌ چې د امریکا د حکومت پلټنې ښيي چې دغه بریدونه د داعش ډلې کړي ‌دي. خو افغان حکومت یې پړه پر وسله والو طالبانو اچولې ده. طالبان بیا دغه تورونه نه مني.

افغان حکومت وايي چې وسله والو طالبانو په خپلو بریدونو کې په تېرې یوې اونۍ کې ۷۹ ولسي خلک وژلي دي او ۲۱ نور یې ژوبل کړي دي.

وايي افغان ځواکونو په دغې مودې کې شاوخوا ۲۴۹ وسله وال طالبان وژلي او ۱۳۸ نور یې ژوبل کړي دي.

په کابل او ننګرهار کې له بریدونو وروسته ولسمشر غني افغان ځواکونو ته امر وکړ چې د طالبانو په ضد بېرته تعرضي عملیات پیل کړي. افغان ځواکونه د طالبانو او امریکا ترمنځ له تړون وروسته دفاعي‌ حالت غوره کړی و.

XS
SM
MD
LG