د لاس رسي وړ اتصالات

د افغان سولې په تړاو د نړۍ د دیني عالمانو کنفرانس جوړېږي


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې ژر به د افغان سولې په تړاو د نړۍ د مفکرانو، دیني عالمانو او مفتیانو په ګډون کنفرانس جوړ شي.

دغه وزارت د پنجشنبې په ورځ جنوري ۲۱ (سلواغه ۲) په یو بیان کې ویلي چې دا څرګندونې د اسلامي نړۍ د اړیکو رئیس شیخ ډاکټر محمد بن عبدالکریم العیسی د عربستان په پلازمینې ریاض کې د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر محمد حنیف اتمر سره په لیدنه کې کړې دي.

په بیان کې د شیخ العیسی له قوله ویل شوي: "دا موږ خپل مسولیت ګڼو چې په افغانستان کې د جګړې به ختمولو او د سولې په ټینګښت کې مرسته وکړو".

شیخ العیسی ژمنه کړې چې د اسلامي نړۍ د بانفوذه مفکرینو، پوهانو او مفتیانو په ګډون به په یو "لوی مذهبي او تاریخي کنفرانس" کې د افغانستان کړکېچ ته له دیني لیدلوري څخه د حل اساسي لاره ولټوي.

لا تراوسه څرګنده نه ده چې دا کنفرانس کله او په کوم هېواد کې جوړېږي خو ښاغلي العیسی ټینګار کړی چې دا کنفرانس باید "تاريخي او پریکنده" پایلې ولري.

هغه زیاته کړې: "د کنفرانس د پریکړو او پایلو د تعقیب او پلي کولو لپاره به ځانګړی میکانیزم په نظر کې نیول کېږي. د دې لپاره چې په کنفرانس کې ټول شموله ګډون ډاډمن شي طالبانو ته به هم بلنه ورکړو ترڅو په دې ستر کنفرانس کې ګډون وکړي".

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر په دې لیدنه کې ویلي چې په هېواد کې یې روان تاوتریخوالی د اسلامي اصولو خلاف دی او سخت دریځې ډلې له دې لارې خپلو موخو ته د رسېدو هڅه کوي.

هغه ویلي چې سخت دریځو افغانستان د جګړې په ډګر بدل کړی او زیاته کړې یې ده: "د سولې د بهیر له لارې موږ غواړو چې طالبان په سیمه کې له نورو بهرنیو افراطي ډلو څخه جلا شي او په خپل هېواد کې سوله‌ییز او سیاسي ژوند ته راستانه شي".

ښاغلي اتمر دغه هدف ته د رسېدلو لپاره له اسلامي نړۍ څخه د همکاریو غوښتنه کړې ده.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د افغان دولت او طالبانو مرکچي پلاوي تراوسه په قطر کې د سولې په تړاو اساسي بحثونه نه دي پیل کړي.

د افغان دولت د سولې د مرکچي پلاوي غړې شریفې زرمتي د پنجشنبې په ورځ وویل چې دغه پلاوي خپله اجنډا نهايي کړې او له طالبانو سره مذاکراتو ته چمتو دی.

اغلې زرمتي وویل: "هرکله چې مقابل لوری پر خپله اجنډا باندې بحث ته چمتوالی وښيي تمه مو دا ده چې هرڅه ژر د دواړو ټیمونو ترمنځ اساسي بحث پیل شي".

د افغانستان د دولت او طالبانو ترمنځ دویم پړاو مذاکرات د مرغومي په ۲۱مه د سولې د اجنډا د توحید او ترتیب لپاره د قطر په پلازمینې دوحه کې پیل شول.

XS
SM
MD
LG