د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستاني پولیسو منظور پښتین پرېښود


منظور پښتین د جمعې د ورځې په سهار نیول شوی و
منظور پښتین د جمعې د ورځې په سهار نیول شوی و

د پښتون ژغورنې غورځنګ (PTM) غړي وايي چې د دغه غورځنګ مشر منظور پښتین چې د پاکستاني پولیسو لخوا نیول شوی، پرېښودل شوی دی.

د دغه غورځنګ یو غړي زوهیب پښتین چې له منظور پښتین سره یو ځای نیول شوی و، امریکا غږ ته وویل چې پولیسو بېرته پرېښي دي.

هغه وویل چې پولیسو ورته ویلي وو چې بنو او کوهاټ ته ممنوع الدخول دي.

خو ښاغلي زوهیب وویل چې منظور پښتین به اوس د جاني خېلو په مظاهرې کې ګډون کوي.

پولیسو منظور نن جمعه سهار وختي جون څلورمه (غبرګولي۱۴) د خیبر پښتونخوا په کوهاټ سیمه کې منظور پښتین ونیوه.

د پښتون ژغورنې غورځنګ بل مخکښ غړي محسن داوړ د پاکستاني پولیسو لخوا د منظور پښتین نیول کېدل تائید کړي وو.

نوموړي په خپل ټویټر کې لیکلي وو چې منظور پښتین په بنو کې د جاني خېلو غونډه کې د ګډون د مخنیوي په هدف نیول شوی دی.

محس داوړ زیاته کړې: "مخالفت جرم نه دی، د حقونو غوښته جرم نه دی، د (PTM) د هغه د ژر تر ژره خوشي کېدو غوښتنه کوي."

د (PTM) مشر منظور پښتین تر دې مخکې هم څو ځله د پاکستان د پولیسو لخوا نیول شوی، خو تر څو ورځو وروسته بېرته ازاد شوی دی.

XS
SM
MD
LG