د لاس رسي وړ اتصالات

کروناویروس؛ روغتیا وزارت د طالبانو له دریځ هرکلی وکړ


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د طالبانو له دې دریځ چې تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې د کروناویروس د پراخېدو په صورت کې به جګړه ودروي هرکلی کړی دی.

د دغې ډلې ویاند ذبیح‌الله مجاهد اسوشیټیډ پریس خبري آژانس ته ویلي که د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې د کروناویروس خپور شي دوی چمتو دي چې په همغو سیمو کې جګړه ودروي.

ذبیح‌الله مجاهد دغه راز ویلي چې دوی به په خپل کنټرول لاندې سیمو کې د روغتیايي کارکوونکو او مرستې رسوونکو امنیت هم خوندي کړي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت سلاکار او ویاند وحیدالله مایار د طالبانو دغه دریځ ته په غبرګون کې وویل: "زه منحیث د یو افغان له دې ډېر زیات هرکلی کوم، خو ښه به دا وي چې په ټول افغانستان کې جګړه ودروي، جګړې څه راکړي موږ ته چې وروسته له دې یې راکړي".

ښاغلي مایار د جګړې له دواړو خواو څخه وغوښتل چې کروناویروس جدي وګڼي او د دغې ناروغۍ پر ضد مبارزه کې سره یوځای شي.

هغه زیاته کړه: "دا وخت د اتحاد او اتفاق دی، چې ټولې نړۍ ته وښایو چې افغانان په بده ورځ کې اوږه په اوږه د وروڼو په شان درېږي، تر هغو څه طبیعي آفت وي څه انساني آفت وي په مقابل کې یې باید مجادله وکړو".

طالبانو وروسته له هغې تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې د کروناویروس د خپرېدو په صورت کې د جګړې ودرولو ته چمتوالی ښودلی چې ملګرو ملتونو د نړۍ په کچه د جګړو پر ښکیلو خواو د سمدستي اوربند غږ کړی.

افغانستان کې تر اوسه د کروناویروس ۲۳۹ مثبتې پېښې ثبت شوي دي او د روغتیا وزارت په ټولنه کې د دغه ویروس د خپرېدو خبرداری ورکړی دی.

د دغه وزارت تازه موندنې ښيي په هرات کې تیره ورځ ۴۱ تنه د کرونا په ویروس اخته شوي چې یوه یې هم ایران ته سفر نه دی کړی.

XS
SM
MD
LG