د لاس رسي وړ اتصالات

سټیفانو له برادر سره لیدنه کې د تاوتریخوالي پر کمولو ټینګار کړی


په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي سټيفانو پونټیکورو د طالبانو د سیاسي کمیسیون له مشر ملا عبدالغني برادر سره په قطر کې لیدلي دي.

د ناټو دغه لوړپوړي ملکي چارواکي د پنجشنبې په ورځ د اکتوبر اتمه (تلې ۱۷) په په خپل ټویټر لیکلي چې نوموړي په دې لیدنه کې په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر کمولو ټینګار کړی دی.

ښاغلي پونټيکورو ویلي: "د طالبانو د سیاسي کمیسیون له مشر ملا برادر سره مې وکتل څو د تاوتریخوالي د پام وړ او دوامداره کمولو پر اړتیا چې د ټولو افغانانو ارمان دی او د سولې ملاتړ کوي ټینګار وکړم".

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمدنعیم وردګ په خپل ټویټر کې لیکلي چې دواړو خواو په دې لیدنه کې د ملکي وګړو د تلفاتو د مخنیوي او د افغانستان د سولې د بهیر په اړه خبرې کړې دي.

په قطر کې د افغان دولت او وسله‌والو طالبانو د مرکچي پلاو ترمنځ د خبرو له پیل سره هم‌مهاله په افغانستان کې له درې اونیو راهیسې د طالبانو د بریدونو او تاوتریخوالي کچه بې‌سارې لوړه شوې ده.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو په اساس طالبانو په تیرو دوو اونیو کې کابو ۶۵۰ یرغلیز بریدونه کړي دي چې په کې ۶۹ ملکیان وژل شوي او ۱۴۱ نور ټپیان شوي دي.

د امریکا، ناټو، اروپايي ټولنې او ملګرو ملتونو په ګډون نړیوالې ټولنې په افغانستان کې د طالبانو د تاوتریخوالي زیاتوالی د نه منلو وړ بللی او له افغان حکومت او طالبانو څخه یې غوښتي چې اوربند وکړي.

د افغانستان جمهور رئیس محمداشرف غني هم دوه ورځې وړاندې په دوحه کې یو ځل بیا پر طالبانو غږ وکړ چې زړورتیا وښيي او اوربند وکړي.

ښاغلي غني له طالبانو څخه وغوښتل چې د افغانانو خبرو ته غوږ کېږدي او د ټوپک په ژبه دې نه ورسره غږېږي.

هغه ټینګار وکړ چې د افغانستان د اوږدې مودې جګړه باید د "ټوپک په شپېلۍ" نه بلکې په خبرو پای ته ورسېږي.

XS
SM
MD
LG